نيټ فلېکس له یو جنجال وروسته د «کندهار های جیک» فلم لړۍ ته د تښتوونکو نومونه اضافه کوي

په هند کې د «ای سي ۸۱۴ کندهار های جیک» فلم د لړۍ په اړه د حکومت او نيټ فلېکس ادارې تر جنجال وروسته، نيټ فلېکس ويلي، چې د فلم په ځینو برخو کې بدلون راولي. د نيټ فلېکس وايي، چې د دغه سريال د پیل اعلان تغيروي تر څو د یرغمل نيوونکو اصلي او مستعار نومونه په کې شامل کړي.

هند دغه فلم پر هغه الوتکي جوړ کړی، چې په ۱۹۹۹ کال کې له کتمندو څخه ډیلي ته پرواز کوي او پنځو ترهګرو ابراهیم اتهر، سني احمد قاضي، ظهور ابراهیم، شاهد اختر او سید شاکر IC-814 الوتکه تښتولې وه، چې لومړی لاهور، دوبۍ او بیا کندهار ته وړل شوې.

د هند حکومت د نيټ فلېکس له کمپنۍ غوښتي، چې د فلم ليدونکي د الوتکي د يرغمل نيونې له پېښې سره نابلده دي او د پوهولو لپاره بايد د يرغمل نيوونکو اصلي نومونه وکارول شي.

هندوستان کې د نیټ فلېکس د منځپانګي مشره مونیکا شیرګل په یوه بیان کې ویلي: «په دې لړۍ کې کارول شوي مستعار نومونه د هغه نومونو استازیتوب کوي، چې په حقیقي پېښه کې کارول شوي وو».

هغې همداراز یادونه وکړه، چې هند د کیسو ویلو بډایه کلتور لري: «موږ ژمن یو، چې دا کیسې او د هغوی رښتینی استازیتوب نندارې ته وړاندې کړو.»

هندوستان کې د اطلاعات او کلتور وزارت د دغې فلمي لړۍ په اړه د را ولاړې شوې ناندرۍ له امله د سپټمبر پر ۳ نېټه د نيټ فلېکس د منځپانګې مشره ور بللې او په فلم کې يې د اصلاح غوښتنه ترې کړې.

دا فلم د اګسټ په ۲۹ مه نېټه پر نیټ فلېکس خپور شو، چې ورسره سم يې لانجې را وپارولې او ډېرو هندي سياسي مشرانو هم غبرګونونه وښودل.