ایراني چارواکی: په ري ولسوالۍ کې مو د «ناقانونه افغانانو» د پېژندلو او اېستلو بهیر پیل کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

په پلازمېنه تهران کې د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مشر وايي، چې د «ناقانونه» افغان کډوالو د پېژندلو او د هغوی د اېستلو بهیر یې په ري ولسوالۍ کې پیل کړی دی.

احسان حیدري ویلي، دغه تګلاره به په ټول توان سره پلې کوي او تر هغې به دوام مومي چې وروستی کس له دغې ولسوالۍ نه وي اېستل شوی.
د صدا او سیما خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (وږي په ۱۱مه) په خپل راپور کې لیکلي، دغه ایراني چارواکي ورته ویلي چې د ایران د کار د قانون د ۱۸۱مې مادې له مخې له هغو کسانو سره به قانوني کړنه ترسره کوي چې بې اسناده افغان کډوالو ته یې کاري زمېنې برابرې کړې دي.
احسان حیدري ویلي: هغوی به په لومړي ګام کې نغدي جریمه کېږي او که بیا دغه چاره پر مخ وړي؛ نو له ۹۰ څخه نیولې تر ۱۸۰ ورځو به بنديانېږي.
د ري ولسوال مهدي باب ‌الحوائجي هم ویلي، چې بې اسناده کډوال به تر پولې رسول کېږي او له هغه ځایه به خپل هېواد ته ستنول کېږي.
د نوموړي په خبره، د ري په ولسوالۍ کې بې اسناده افغانانو ته څوک کور هم په کرایه نه شي ورکولای.
له دې سره هم‌مهاله د تهران والي علي‌ رضا فخاري ویلي، چې ناقانونه وګړي دې ژر تر ژره له ایرانه ووځي.

هغه خبرداری ورکړی، چې «ناقانونه وګړي له ښاري او نورو خدمتونو بې برخې کېږي.»
د ایران د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، نن سبا په ایران کې شاوخوا پنځه مېلیونه افغان کډوال اوسېږي.
د مسعود پزشکیان د حکومت له پیله په ایران کې د افغان کډوالو لپاره کړۍ تنګه شوې او ژوند یې له سختیو سره مل دی.

نور خبرونه

رادیو