د تهران والي وایي، چې 'ناقانونه وګړي' له ښاري او نورو ټولو خدمتونو بې برخې کېږي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د تهران والي علي رضا فخاري ویلي، چې ناقانونه وګړي دې ژر تر ژره له ایرانه ووځي.

هغه زیاته کړې، چې «ناقانونه خلک له ښاري او نورو ټولو خدمتونو بې برخې کېږي.»

فخاري دا رنګه ویلي، دا مهمه نه ده چې دغه خلک د نړۍ له کومې برخې راغلي؛ خو که ناقانونه وي باید له ایرانه و اېستل شي.
د تهران والي د مهر خبري اژانس سره په مرکه کې «د ناقانونه وګړو د راټولولو تګلارې» ته په اشارې سره ویلي، چې دغه تګلاره د تهران په ښار کې جدي نېول شوې او باید پلې شي.
دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې کډوال به په ځانګړو سیمو کې ځای پرځای کېږي او له ټاکل شویو سیمو څخه د باندې نور دوی د اوستوګنې حق نه لري.
هغه وویل:« هغه خدمتونه چې د خلکو لپاره برابرېږي، د هغو شرایطو سره به سم وي چې دوی د ځان لپاره چمتو کړي دي.»
نوموړي په دې اړه چې ناقانونه وګړي دې ژر تر ژره له ایرانه و اېستل شي وویل:« دغه خلک به له خدمتونو محروم شي او هغه لګښتونه چې په ښاري او نورو حوزو کې چې هلته ناقانونه خلک اوسېږي په قطعي ډول به له هغوی څخه بېرته اخیستل کېږي.»
د ایران د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، شاوخوا پنځه مېلیونه افغان کډوال په ایران کې اوسېږي.

د مسعود پزشکیان د حکومت په رادبره کېدو سره د دغو کډوالو لپاره د ژوند تېرولو کړۍ تنګه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو