د افغانستان د ښځو او عدالت ټولنه: پر افغان ښځو او نجونو د جنسي تېري پېښې ۳۵سلنه زیاتې شوې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د افغانستان د ښځو او عدالت ټولنې په یوې تازه څېړنه کې راغلي، چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د غړو د جنسي تېري پېښې ۳۵سلنه زیاتې شوې دي.

د دغې موسسې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه څېړنه یې په ۳۵ ولایتونو (تخار، سرپل، جوزجان، بغلان، کندز، بلخ، دایکندي، بدخشان، بامیان، پروان، غور، فراه، سمنګان، فاریاب، ننګرهار، کندهار، میدان وردګ، کابل، ارزګان، کاپیسا، نیمروز، هرات، پکتیا، هلمند او غزني) کې ترسره کړې ده.
د دغې څېړنې له مخې، د ۲۰۲۳ کال سپټمبر راهیسې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر میاشتې پورې د طالبانو د غړو له‌خوا د جنسي تېریو ۱۳۲ پېښې ثبتې شوې دي.
په داسې حال کې چې دغه پېښې په تېر کال کې ۹۷ ته رسېدې.
د دغې موسسې په وینا، دا ټولې پېښې نه دي ښایي پېښې تر دې نورې هم زیاتې وي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دغې څېړنه کې له ۱۴۰۰ کسانو سره چې هغې کې قربیانیان، د قربانیانو کورنۍ، قومي مخور، فعالان، خبریالان شامل دي مرکې شوې دي.
د څېړنې موندنې ښیي، چې ډېرې دغه پېښې په لرو پرتو سیمو کې چې د طالبانو کنټرول پرې زیات دی ترسره شوې دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې کلتوري غیرت، سیسټماټیکه ځپنه، له سزاوو خوندیتوب هغه لاملونه دي چې په دغې څېړنه کې د جنسي تېري د زیاتوالي لپاره په ګوته شوي دي.

نور خبرونه

رادیو