د افغان ښځو د حقونو فعاله: د افغان ښځو په اړه د کمالا هریس چوپتیا سیاسي ماتې ښيي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د ښځو د حقونو فعالې پروانه ابراهیم خېل په یوه مقاله کې لیکلي چې د افغان ښځو په اړه د کمالا هریس چوپتیا یوه اخلاقي او سیاسي ماتې ده.

هغې وویل چې د ولسمشرۍ د نوماندانو چوپتیا د میلیونونو هغو ښځو لپاره د پام وړ پیغامونه لري چې د «طالبانو د جنسیتي توپیر» لاندې ژوند کوي.

اغلې ابراهیم خېل د نیوزمیکس په یوه مقاله کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پراخو بندیزونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د افغان ښځو له کړاوونو سره سره امریکا له دغې ډلې سره د پام وړ مرستې کوي.

د ښځو د حقونو فعالې لیکلي چې د جو بایډن په اداره کې د کمالا هریس د رول له کبله هغه هم د دې وضعیت مسووله ده.

اغلې ابراهیم خیل ټینګار وکړ چې د مېرمن هریس شرمونکي چوپتیا د بشري حقونو نړۍوال خوندیتوب او له افغان ښځو سره پیوستون ته د هغې د ژمنتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې.

پروانه ابراهیم خېل یوه له هغو لسګونو مېرمنو څخه ده چې د طالبانو له خوا نیول شوې او د دغې ډلې په زندان کې شکنجه شوې ده. په دې مقاله کې يې د ښځو وضعيت او د طالبانو له خوا د هغوى نيولو ته اشاره کړې ده.

د ښځو د حقونو فعالې د طالبانو له خوا د افغان ښځو کړاوونو او محرومیتونو ته په اشارې سره لیکلي: «څنګه یوه نامتو مشره (هریس) دا ډول شکنجې او بې عدالتي له پامه غورځولی شي. د کمالا هریس په څیر د اغېز لرونکو شخصیتونو غفلت د لویې اخلاقي او سیاسي ماتې ښکارندویي کوي.»

اغلې ابراهیم خېل د نړۍ پر مشرانو غږ وکړ چې د افغان مېرمنو وضعیت ته پام وکړي او د افغان ښځو د ژغورنې له هڅو ملاتړ وکړي.

نور خبرونه

رادیو