امریکا او متحده عربي اماراتو د افغان ښځو د ملاتړ په موخه ګډه خبرپاڼه خپره کړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۰

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لانا نسیبه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

دوی په یوه ګډه خبرپاڼه کې، د افغان ښځو د ژوند د ښه کولو لپاره د ډله ییز ملاتړ او د ځانګړو سرچینو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (وږي نهمه) دغه ګډه خبرپاڼه خپره کړه.

په دغې خبرپاڼه کې متحده ایالاتو او متحده عربي اماراتو د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ودې او ساتنې په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ښځو او نجونو د حقونو ساتنه د یوه باثباته او له اقتصادي پلوه د باثباته افغانستان لپاره تر ټولو مهم ده.

د دواړو هېوادونو چارواکو د افغان میرمنو او ماشومانو د ژوند د ښه والي، په ځانګړې توګه د پوهنې، روغتیايي خدمتونو، د ژوند چارو او د سوداګرۍ د فرصتونو د ملاتړ په اړه خپل ملاتړ څرګند کړ.

همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو او متحده عربي اماراتو د افغانستان له خلکو سره د پراختیایي پروژو او د افغانستان د بیارغونې له لارې د بشري مرستو پر برابرولو ټینګار کړی دی.

دغه هېوادونه په داسې حال کې د افغان ښځو پر ملاتړ ټینګار کوي چې طالبانو په دې وروستیو کې د یوه قانون په وړاندې کولو سره د ښځو پر ژوند نوي بندیزونه لګولي دي.

د ځینو هېوادونو چارواکو او د بشري حقونو ډلو پر دغه قانون نیوکې کړې او پر طالبانو یې غږ کړی چې دغه قانون لغوه کړي.

نور خبرونه

رادیو