د امریکا سفارت شارژدافیره وايي، افغانې ښځې هره ورځ زړورتیا ښيي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/539d7be9bce8f45a754c71bada206aa82651652a-600x450.jpg?rect=0,56,600,338&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر ذکیه خدادادي ته د پاریس د المپیک په سیالیو کې د برونزو د مډال ګټلو مبارکي ورکړه. مېرمن ډېکر د جمعې په ورځ وویل، افغانې مېرمنې هره ورځ له خپل ځانه زړورتیا او وړتیا ښيي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې د جمعي په ورځ د وږي په نهمه په خپله اېکس پاڼه ولیکل: «د پارالمپیک څخه بل هیڅ لوړ او روښانه ځای نشته ذکیه خدادادي پر دغه مقام ګټونکي شوه او تاریخ جوړ شو.»
د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د ذکیه خدادادي له لوري مډال ګټل د ډیرو کسانو له لوري وستایل شو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالې کمیشنرۍ دا لاسته راوړنه «د ژوند د بدلون لپاره ورزش وړ او نه هیریدونکی ځواک » بللی او د بشري حقونو د څار سازمان دا بریا د افغان ښځو لپاره «تاریخي» بللې ده.
ذکیه خدادادي دا بریا په داسې وخت کې ترلاسه کړې چې طالبانو د ښځو پر ورزش کولو بندیز لګولی دی.