د بښنې نړۍوال سازمان: د افغان کډوالو لیږل له طالبانو سره د جرمني د همکارۍ ګواښ رامنځته کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د جرمني د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې له دغه هېواده د افغان کډوالو وېستل له طالبانو سره جرمني د حکومت د همکارۍ ګواښ رامنځته کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې په جرمني کې د قانون حاکمیت باید له نړیوالو قوانینو سره د دغه هېواد چلند تر پوښتنې لاندې را نه وړي.

د بښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ - د وږي په ۹ مه - د ۲۸ «مجرمو» افغان کډوالو د وېستلو په غبرګون کې وویل، چې په افغانستان کې بې عدالتي، اعدامونه، بې درکه کول، شکنجه او ځورونې یوه عادي خبره ده.

دغه سازمان په ښکاره توګه د جرمني له حکومت څخه غوښتي دي، چې په هر ډول شرایطو کې د افغان کډوالو له اېستلو څخه ډډه وکړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر پر اېکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې د افغان کډوالو د یوې ډلې د وېستلو اعلان کړی دی. په افغانستان کې د طالبانو له بیا حاکمیدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې جرمني "مجرم" افغان کډوال له خپله هیواده اوباسي. اغلې فایزر ویلي: "زموږ خوندیتوب مهم دی. حکومت د جرمني د اساسي قانون لارښونې تعقیب کړی دی."

د جرمني د بخښنې نړیوال سازمان د نانسي فایزر د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې په افغانستان کې هېڅوک هم خوندي نه دي او که د جرمني حکومت په هر ډول شرایطو کې افغان کډوال اوباسي، نو دا به له طالبانو سره د جرمني د نږدې کېدو خطر رامنځ ته کړي.

تر دې مخکې جرمني رسنیو ویلي وو، چې دغه هېواد به د جمعې په ورځ د «مجرمو» افغان کډوالو وېستل پيل کړی دی.

د شپېګل په نوم یوه جرمن رسنیۍ وايي، چې دغه هېواد نن د ۲۸ «مجرمو» افغانانو په وېستلو سره خپل هیواد ته د هغو افغانانو د لیږلو لړۍ پیل کړه چې په دغه هېواد کې «جرمي سابقه» لري.

دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې دغه افغانان د جرمني‌له بېلابېلو ایالتونو نه راټول کړل شوي او په یو پرواز کې له لایپزیګ هوايي ډکر څخه کابل ته کیږل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو