د هېواد پخوانیو ولسمشرانو د پارالمپیک په سیالیو کې د ذکیه خدادادي پر بریا خوښي وښوده

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د هېواد پخواني ولسمشر اشرف غني د پارالمپیک په سیالیو کې د ذکیه خدادادي بریا وستایله.
ښاغلي غني پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د خدادادي دا لاسته راوړنه د راتلونکې لپاره د هیلو څراغ دی، چې د جنسیتي توپير په ګډون په کې هر ډول تبعیض محکوم دی.

پخواني ولسمشر همداراز زیاته کړې: «په ټکواندو کې د خدادادي مهارت، زموږ په ملي او اسلامي تاریخ کې د بېشمېره هغو مېرمنو د اتلولیو کړۍ ده چې د تُورې او قلم پر دواړو ډګرونو ځلېدلي او د خنډونو په پورته کولو سره پر مخ ته تللې دي.»
ذکیه خدادادي د هېواد په تاریخ کې لومړنۍ افغانه ورزشکاره ده، چې د پارالمپیک په سیالیو کې یې مډال ګټلی دی.
بل خوا، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خدادادي بریا د افتخار وړ وبلله.
نوموړي پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «د هېواد ټولو ورزشکارانو په ځانګړې توګه ښځینه ورزشکارانو ته د لا بریاوو هیله کوم چې له کډوالۍ او ټولو ستونزو سربیره بیا هم په کلک هوډ د هېواد د اعتبار لپاره هڅې کوي.»
دغه راز د افغانستان د مقاومت جبهې سیاسي دفتر هم د ذکیه خدادادي د بریا په اړه د افغانستان ټولو خلکو ته مبارکي ویلې ده.
د یادې جبهې ویاند عبدالله خنجاني طالبانو ته په اشارې سره پر اېکس لیکلي، چې دا بریا د جهل او وحشت پروړاندې د ښځو د استقامت نښه ده.
د نوموړي په وینا، د پارالمپیک په سیالیو کې د ذکیه خدادادي بریا وښودله، چې د افغانستان ښځې هیڅکله نه ماتېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل، د جمهوري دولت د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر، عطا محمد نور او د هېواد لسګونو پخوانیو سیاستوالو د پارالمپیک په سیالیو کې د ذکیه خدادادي پر بریا خوښي ښودلې وه.
افغانې پاراتکواندوکارې ذکیه خدادادي د پنجشنبې په ورځ د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.
تیره ورځ د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې اغلې خدادادي خپلو کیوبايي او ترکي سیالانو ته ماتې ورکړه او په وروستۍ سیالۍ کې د هغې مراکشي سیال د ټپي کېدو له امله له سیالۍ ووتله او ذکیه خدادادي د برونزو مډال ترلاسه کړ.

نور خبرونه

رادیو