جرمني رسنیو له دغه هېواده د وېستل شویو افغانانو د «جرمي سوابقو» په اړه معلومات خپاره کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د جرمني رسنیو خبر ورکړی، چې له دغه هیواد څخه وېستل شوي ۲۸ افغانان د جنسي تیري، قتل، اور لګونو او د نشه یې توکو قاچاق په جرمونو محکوم شوي وو.

د دغو رسنیو د راپور له مخې، له دغې ډلې افغانانو دوه یې په بایرن او یو یې په شتوتګارت کې د جنسي تیري په تور نیول شوي وو.

د جمعې په ورځ - د وږي په ۹مه - افغانستان ته د مجرمو کډوالو د یوې ډلې له لیږلو وروسته، جرمني رسنیو ویلي، چې دغه کسان په «خطرناکو جرمونو» کې ښکیل وو او د طالبانو له خوا د افغانستان د واک تر نیولو وروسته، دغه کسان خپل هیواد ته د لیږلو په په تمه وو.

د شتوتګارت ایالت د کډوالو وزارت وايي، چې په دې الوتکه کې پنځه تنه هغه افغان کډوال لیږل شوي، چې «جدي مجرمین» بلل کیږي. وزارت زیاتوي، چې د دغو کسانو له ډلې یو یې له درېو نورو ملګرو سره پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و او له ۲۰۲۲ کال راهیسې په بند کې د جرمنې خپل هیواد ته د لیږلو په تمه و.

په همدې حال کې د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې الوتکه کې درې هغه افغان «مجرمان» له جرمني څخه اېستل شوي، چې دوه یې په جنسي جرمونو او یو بل یې د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو په بند محکوم شوي وو. د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د ۲۷، ۲۹ او ۳۰ کلونو عمر لرونکي ځوانان دي.

جرمني رسنیو دا هم ویلي، چې دغه مجرمین له شړل کېدو مخکې د لایپزګ زندان ته لېږدول شوي وو. که څه هم جرمني رسنیو تر اوسه د ټولو اېستل شویو کسانو د جرمونو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو په رپوټ کې راغلي چې دغه کسان «ټول خطرناک مجرمین» دي.

جرمني د جمعې په سهار اعلان وکړ، چې ۲۸ تنه "مجرم" افغان کډوال یې له دغه هیواده بیرته افغانستان ته لیږلي دي.

نور خبرونه

رادیو