جاپان په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

کابل کې د جاپان سفیر د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د روږدو کسانو د درملنې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون راپور ورکړی، چې کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا د اطلاعاتو او کولتور له وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د کوکنارو د بدیل کښت او د روږدو درملنې برخه کې له افغانستان سره ۱۰میلیونه ډالر مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو سره د مبارزې د ادارې د اټکل له مخې؛ په افغانستان کې له هرو درېیو کورنیو څخه یوه یې په نشه یي توکو اخته غړی لري.

تر اوسه دا لا څرګنده نه ده، چې دا مرسته به کله عملي کیږي.

تر دې مخکې ښاغلي کورومیا د روان کال د چنګاښ په اتلمسه هم د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې دا موضوع مطرح کړې وه.

همدا راز، د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزیر د جاپان سفیر سره په کتنه کې «له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د فرهنګي میراثونو د ساتنې برخه کې» د جاپان د مرستو مننه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي خیرخواه د جاپان سفیر ته ویلی: «افغانستان کې له څلویښتو کلونو وروسته اسلامي امارت لومړی نظام دی، چې په ټول هېواد پوره حاکمیت لري.»

د یادونې وړ ده، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې طالبانو له هېوادونو وغوښتل چې د کوکنارو د بدیل معیشت لپاره له دوی سره مرسته او په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه وکړي.

نور خبرونه

رادیو