د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، ډېر ژر به د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي.

محسن نقوي د یوناما مرستیال ایندریکا راټوټ ته د چهارشنبې په ورځ وویل چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په پاکستان کې د اوسېدو له اسنادو پرته پاتې شي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت تېره ورځ په ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال سره په لیدنه کې د افغان کډوالو په ستنېدو کې د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې پر رول ټینګار وکړ.

ویل کیږي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په دویم پړاو کې به هغه کډوال چې د افغان تابعیت کارتونه (Afghan Citizen Card) ولري هم اېستل کېږي.

پاکستان تل ټینګار کوي چې په دغه هیواد کې مېشت بې اسناده کډوال بیرته افغانستان ته ستنوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ٨٨٠ زره افغان کډوال د افغاني تابعيت کارتونه (اې سي سي) لري.

پاکستان تېر کال د افغان کډوالو د ایستلو لومړی پړاو پیل کړی چې تر اوسه پورې یې نږدې اووه لکه افغان کډوال له دغه هیواده ایستلي دي.

د یوناما مرستیال اندریکا راټوټ ویلي، ملګري ملتونه له طالب چارواکو سره د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې له نږدې کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي وو چې شاوخوا ۴۴ زره افغانان په پاکستان کې بې برخلیکه پاتې دي، چې د دوی د کډوالۍ دوسیې د امریکا، استرالیا، برېتانیا، کاناډا، فرانسې او جرمني په څېر هېوادونو منلې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له پلاوي سره د خبرو په یوه برخه کې ویلي چې پاکستاني طالبان له افغانستانه د پاکستان د نا امنو کولو لپاره خپل بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلانوي. او زیاته یې کړه چې دغه بریدونه باید ودرول شي.

نور خبرونه

رادیو