ملا برادر:‌ ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د کابل او تاشکند د دوستۍ اوشراکت نوی څپرکی دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال ازبکستان ته په سفر کې وویل، چې «ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د کابل او تاشکند د دوستۍ او شراکت نوی څپرکی دی.»
ملا عبدالغني برادر د دغه مرکز په پرانیست غونډه کې د وینا پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې سوداګریزې اړیکې او سیمه‌ییزه همکاري مهمه وبلله.

دغه مرکز نن د ملابرادر په ګډون د ازبکستان د لومړي وزیر، د لومړي وزیر د مرستیال او د قزاقستان او قرغزستان د لوړپوړو چارو له خوا پرانیستل شو.
نوموړی وایي، چې دغه سوداګریز مرکز به په دواړو هېوادونو کې د پانګونې فرصتونه، سوداګریز مناسبات او کاري فرصتونه زیات او همداراز د تولیداتو او محصولاتو لپاره به نوی مارکېټ پیدا او ورسره به اقتصادي وده ګړندۍ شي.
ملا برادر همداراز زیاتوي: «دا یوازې یو سوداګریز مرکز نه؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او شراکت یو نوی فصل دی، چې د دواړو هېوادونو د اوسیدونکو لپاره د اوږدمهالې هوساینې او پرمختګ زمینه برابروي.»
د نوموړي په وینا، دغه مرکز د سیمې په کچه یو مهم اقتصادي مرکز او د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونو لپاره سوداګریزه دروازه هم کېدای شي.
د راپورونو له مخې دا سوداګریز مرکز به د تکنالوژۍ او نوښتونو په برخه کې د دواړو هېوادنو ترمنځ ګډه همکاري هم پیاوړې کړي.

د ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوي کې د دې ډلې د صنتعت او تجارت وزیر او نور چارواکي هم نن تاشکند ته تللي


د افغانستان او ازبکستان تر منځ پر پوله د زادې سوداګریزې حوزې د جوړیدو په اړه د تېر حکومت پرمهال هوکړه لیک لاسلیک شوی و، خو دا مرکز بیا له اوو کلونو وروسته پرانیستل شو.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره ازبکستان د سیمې له هغو هېوادونو دی، چې له افغانستان سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري.

د ازبکستان لومړي وزیر تېره میاشت کابل ته په سفر کې له طالبانو سره د ۲،۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

طالبانو ویلي چې دغه هېواد د ۱،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د پانګونې په برخه کې او ۱۲ هوکړه لیکونه یې د ۱،۱ میلیارد ډالرو په ارزښت په سوداګریزه برخه کې لاسلیک کړل.

طالبانو ویلي، چې د دې تړونونو په عملي کېدو سره به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او د سوداګرۍ کچه به د پام وړ لوړه شي.

نور خبرونه

رادیو