بلوڅ: افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون په اړه د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال راپورونه شته

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، «د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو راپورونو تایید کړې چې په افغانستان کې ټي ټي پي شته.»

د ممتاز زهرا بلوڅ تر څرګندونو یوه ورځ مخکې د طالبانو لوی درستیز وویل، «پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون په هکله کوم ثبوت نه لري.»

د طالبانو واکمنېدو او په پاکستان کې د وسلوالو په تېره د پاکستاني طالبانو غورځنګ د بریدونو زیاتېدو سره اسلام اباد وايي چې دا ډله په افغانستان کې پټنځي لري او له هغه ځای د دوی پرضد فعالیت کوي.

طالب چارواکي بیا بیا د اسلام اباد ورته تورونه ردوي او پرون یې هم لوی درستیز فصیح الدین فطرت د دفاع وزارت د کلنیو لاسته راوړنو غونده کې، بیا د پاکستان دا تور بې ځایه وباله.

د ښاغلي فطرت په خبره، د پاکستان طالبانو تحریک د پاکستان پر سیمو کنټرول لري او له هغه ځایه عملیات کوي.

هغه زیاته کړه، پاکستان هیڅ داسې ثبوت نه لري، چې دا ډله په افغانستان کې شته او په افغانستان کې عمليات پلان او په پاکستان کې يې عملي کړي.

فطرت وویل، طالبان به اجازه ور نه کړي چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندي عملیات وکړي.

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ نن اسلام اباد کې خبري غونډې ته د طالب چارواکو دا څرګندونې رد کړې.

د مېرمن بلوڅ په خبره، د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو ادارو ګڼ داسې راپورونه شته چې په افغانستان کې «د ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو فعالیت ثابتوي.»

هغې دا هم وویل، چې د اسلام اباد حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې نه کوي.

نور خبرونه

رادیو