تاریخي بریا؛ ذکيه خدادادي د پاريس په پارالمپيک لوبو کې د برونزو مډال وګاټه

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

افغانې پاراتکواندوکارې ذکیه خدادادي، د پنجشنبې په ورځ د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.

ذکیه خدادادي د هېواد په تاریخ کې لومړنۍ افغانه ورزشکاره ده چې د پارالمپیک په سیالیو کې یې مډال وګاټه.

تر هغې وړاندې هیڅ افغان لوبغاړي په پارالمپیک کې مډال نه دی ګټلی.

اغلې خدادادي د پنجشنبې په ورځ خپلو کیوبايي او ترکي سیالانو ته ماتې ورکړه او په وروستۍ سیالۍ کې د هغې مراکشي سیال د ټپي کیدو له امله له سیالۍ ووتله او ذکیه خدادادي د برونزو مډال ترلاسه کړ.

ټاکل شوې وه چې ذکیه نن شپه، په پاریس کې د پارالمپیک په سیالیو کې، په خپله څلورمه لوبه کې، له مراکش څخه د "نایول لاریف" سره د برونزو مډال پر سر مسابقه وکړي، خو د هغې سیاله له دغې لوبې په شا شوه.

له ترکيې څخه "نورجهان اکینچي" د ذکیه خدادادي دریمه سیاله وه. هغه د اروپا او نړۍ د اتلولۍ ګټونکی وه. ذکیه خپله سیاله ۱-۹ پر وړاندې ماته کړه.

وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ،‌ ذکیه خدادادي له هیواده ووتله او په فرانسه کې یې پناه واخیسته.‌

نوموړي د سياليو له پيل مخکې ویلي و، چې د پاريس په پارالمپيک لوبو کې د ميليونونو کډوالو استازيتوب کوي او غواړي دوی ته وښيي، چې ټول معلولين او کډوال د سولې، یو بل منلو، زړورتيا، دوستۍ او برابرۍ بېلګې دي.

هغه د اولمپیک د نړیوالې کمیټې د کډوالو ټیم غړیتوب لري.

ذکیې په جاپان کې د پارالمپیک د ۲۰۲۰ کال په سیالیو کې هم حضور لروده.‌

ذکيه په داسې حال کې په نړيوالو سياليو کې ځليږي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر لوبو بنديز لګولى. د دغې ډلې د یو وروستي قانون له مخې ښځې اړ دي چې خپل مخ او ځان په بشپړه توګه پټ کړي. په همدې حال کې د دغې قانون له مخې د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی.‌

دغه قانون چې پر ښځو یې پراخ محدودیتونه لګوي، د ښځو او د بشري حقونو مدافعین یې په غوسه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو