د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د جنایي جرمونو او د نشه یي توکو د کارو بار په تړاو د ۷۷ کسان نیولي.
دغه وزارت زیاتوي، چې دا کسان یې په کابل، هلمند، نیمروز، هرات، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، غور، غزني، لغمان او بادغیس کې نیولي دي.
د دوی خبرپاڼې له مخې، له نشه یي توکو سره د طالبانو د مبارزې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ۲۳ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي او پاتې نور یې بیا د غلا، وژنې، ناقانونه وسلو ګرځولو او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.
سره له دې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د غلا، وژنو او نشه یي توکو د لسګونو کاروباریانو د نیولو خبره کوي، خو د دغه وزارت چارواکو دوه ورځې وړاندې د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ادعا وکړه، چې د هېواد په کچه په جرمونو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.
دغه وزارت همداراز زیاته کړه، چې په وروستي یوه کال کې یې د نشهیي توکو په تړاو ۱۰۵۶۴ مشکوک کسان نیولي او ۱۷۶۵۱ هکټاره ځمکه یې هم د کوکنار له کښته پاکه کړې ده.
ځینې افغانان د جنایي جرمنو لامل پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وزګارتیا د کچې لوړوالی او د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت بولي.