د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی د هانګ کانګ د فوټبال لوبډلې روزونکی وټاکل شو

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د هانګ کانګ فوټبال فدراسیون په رسمي توګه ویلي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخواني روزونکي اشلي ویسټ ووډ سره یې قرارداد لاسلیک کړ.

مخکې ویل شوي و، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي د افغانستان د فوټبال له فدراسیون سره په یو اړخیز ډول خپل تړون لغوه کړی.

یاده موضوع تردې مهاله د افغانستان د فوټبال فدراسیون نه منلې او نه یې هم رد کړې ده.

په تېرو څو ورځو کې ویل شوي وو، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي ایشلي ویسټ ووډ په یو اړخیزه توګه د افغانستان د فوټبال د ناسم حالت، کمزوري مدیریت او روزونکي ته د فدراسیون د مالي ژمنتیا د نشتوالي له امله خپل قرارداد په یو اړخیز ډول لغوه کړی او فیفا ته یې شکایت کړی دی.

خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون په دې اړه لا څه نه دي ويلي.

تېره ورځ د افغانستان د فوټبال لوبډلې روزونکي د هانګ کانګ د فوټبال ملي لوبډلې مشري په غاړه واخیسته او د یاد هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د روزونکي په توګه یې قرارداد لاسلیک کړ.

د هانګ کانګ فوټبال فدراسیون پر خپله رسمي پاڼه لیکلي:«د هانګ کانګ فوټبال فدراسیون په دې خوښ دی چې اشلي ویسټ ووډ د هانګ کانګ د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.»

ایشلي ویسټ ووډ د اروپا او اسیا فوټبال اتحادیې څخه د مسلکي روزونکي سند لري.

ایشلي ویسټ ووډ د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه د افغانستان د فوټبال فدراسیون سره قرارداد لاسلیک کړی و.

نور خبرونه

رادیو