د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان ابدالیانو ملي لوبډلې ۲۴ کسیز نوملړ اعلان کړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دافغان ابدالیان «افغانستان الف» کرېکټ ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ لپاره د ملي لوبډلې د ځینو لوبغاړو تر څنګ د قوش تپې شل اوریز جام او نهم پړاو شپږیزې کرېکت لیګ له غوره لوبغاړو ۲۴ کسیز نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، دغه لوبډله به د سپټبمر میاشتې په لومړیو کې خپل روزنیز کمپ پیل کړي او یاده لوبډله یې د یوې څلور اړخیزې لوبلړۍ او ایمرجنګ اسیا جام سیالیو کې ګډون لپاره ټاکلې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې یاده لوبډله به د راتلونکي سپټمبر میاشتې په لومړیو کې خپل لومړی تمریناتي روزنیز کمپ پیل کړي او دوه اوونۍ به روان وي.

دغه راز به افغان ابدالیان (د افغانستان الف ملي لوبډله) د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې هم تمریناتي روزنیز کمپ کې برخه واخلي او دوه اوونۍ به دوام ولري.

خبرپاڼه زیاتوي چې له یادو روزنیزو کمپونو وروسته به افغان ابدالیان لوبډله په اکټوبر میاشت کې په عمان کې، د عمان، هانګ کانګ او سریلانکا الف لوبډلو په وړاندې څلور اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون وکړي.

کرېکت بورډ وايي یاده لوبډله به په ډېسمبر میاشت کې د الف لوبډلو اسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړي.

د افغانستان د کرېکت بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېتې له لوري صدیق الله اتل، زبید اکبري، وفي الله تره خېل، حسن عیسی خېل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، اعجاز احمد احمدزی، صدیق الله پاچا، محمد اسحاق، نعمان شاه، شرف الدین اشرف، ننګیال خروټی، کریم جنت، شمس الرحمن، قیس احمد، الله محمد غضنفر، عرب ګل مومند، عبدالرحمن رحماني، محمد سلیم ساپی، بلال سمیع، یما عرب، فریدون داودزی، بشیر احمد او محمد اکرم نومونه اعلان شول.

نور خبرونه

رادیو