د طالبانو له انکار سره سره پنټاګون وايي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې اوس هم شته

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

د پنټاګون ویاند پاټریک رایډر ویلي چې په افغانستان کې بېلابېلې ترهګرې ډلې فعالیت لري.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا د سیمې او په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د خپل ملي امنیت د ساتنې او د ترهګرۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره له نږدې کار کوي.

هغه د چهارشنبې په ورځ د (وږي اوومه) په یوه خبري ناسته کې زیاته کړه، د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او په سیمه کې د ټیکاو راوستو په موخه له سیمې نږدې څارنه اوس هم د اجنډا په سر کې ده.

د پنټاګون ویاند د داعش او طالبانو ترمنځ د توپیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، «طالبان اوس مهال په افغانستان کې د حکومت په توګه فعالیت کوي، که څه هم زه دا اصطلاح په احتیاط سره کاروم. په دې معنا، چې د طالبانو او داعش تر منځ ښکاره توپیرونه شته.»

طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی. په وروستي ځل د طالبانو دفاع وزارت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو په اړه د پاکستان ادعاوې رد کړې.

خو د امریکا د دفاع وزارت د پاکستان او ځینو نورو هېوادونو له ارزونې سره موافق دی چې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته ترهګرې ډلې افغانستان ته بېرته راستنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي، چې داعش او القاعده د افغانستان له اوسني وضعیت څخه د ځان د بیا را پورته کېدو لپاره کار اخلي.

امنیت شورا همدارنګه ویلي چې داعش هڅه کوي منځنۍ اسیا ته ځان ورسوي.

نور خبرونه

رادیو