طالب پلوی قوماندان عبدالحمید خراساني د طالبانو له خوا ونیول شو

AP ۱۴۰۳ وږی ۸

له طالبانو خفه قوماندان عبدالحمید خراساني د دغې ډلې له خوا ونیول شو.
خراساني له نیول کېدو مخکې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو نظامي کمېسیون نوموړی په یوه خونه کې بندي کړی او په ده پورې اړوند کسان یې هم بې وسلې کړي دي.

د طالبانو په اداره کې امنیتي سرچینې بیا وایي، چې په دې اړه معلومات نه لري.
خراساني ویلي، چې په کابل کې د طالبانو نظامي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ لومړی هغه احضار او وروسته یې بیا کلا بند کړ.
د نوموړي په وینا؛ طالبانو د ده ټول کسان بې وسلې کړي او دی یې د نظامي کمېسیون په دفتر کې نیولی دی.
عبدالحمید خراساني د طالبانو یو جنجالی قوماندان دی.
هغه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې په پنجشیر ولایت کې د یادې ډلې د امنیت امر و او تر هغه وروسته بیا د پکتیا ولایت د احمد اباد ولسوالۍ ولسوال شو؛ خو خراساني له یادې ولسوالۍ څخه له دندې ګوښه کړی شو.
نوموړي بیا په تېر یوه کال کې خپل ځان د بدري قطعې قوماندان باله او د یو شمېر پنجشیري ځوانانو په نیولو کې یې لاس درلود.
د طالبانو یاد قوماندان په تېرو میاشتو کې په ایران کې د کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند په اړه وویل، چې د خامنه یي د رژیم مامورانو یو افغان کډوال وهلی او شکنجه کړی دی.
د طالبانو ویاند د نوموړي د دغو څرګندونو په غبرګون وویل: "یاد کس په افغانستان کې هېڅ کومه دنده او مقام نه لري."
خراساني بیا تر هغه وروسته د طالبانو پر وړاندې جدي غبرګون وښود او د طالبانو حکومت یې قبیلوي نظام وباله.
د ویلو ده، چې خراساني د طالبانو په ذرهي، نظامي هاموې او رنجر موټرو کې ګرځېده.
نوموړي په تېرو درېیو کلونو کې د مقاومت جبهې پر وړاندې د طالبانو په عملیاتونو کې ګډون کړی و او لسګونه ولسي وګړي یې له یادې جبهې سره د اړیکو درلودو په تور بندیان کړي دي.

نور خبرونه

رادیو