ایراني چارواکی: له پروسږکال راهیسې مو ۵۰ زره افغان کډوال له البرز ولایته اېستي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د البرز والي مجتبی عبداللهي ویلي، چې له تېر کال راهیسې یې له دغه ولایته ۵۰ زره «نا قانونه»‌ افغان کډوال اېستي دي.
ښاغلی عبداللهي وايي، چې په البرز ولایت کې بهرني کډوال باید د قانون سره سم ژوند وکړي.

د اېرنا خبري اژانس د راپور له مخې، مجتبی عبدالهي د سې شنبې په ورځ د (وږي په ۶مه) په خپلو خبرو کې ویلي:« په خواله رسنۍ کې "د افغانانو د وېرولو " په موخه یو لړ کړنې تر سترګو کېږي، چې په خلکو کې یې اندېښتې زیاتې کړې؛ خو په رښتیني توګه داسې څه نه شته.»
په تېرو څو میاشتو کې ایراني چارواکو د افغانانو د اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.
تر دې وړاندې په ایران کې یو شمېر افغان کډوالو ویلي و، چې هغوی د قانوني اسنادو د لرلو سره، سره بیا هم په دغه هېواد کې نیول کېږي او په جبري توګه افغانستان ته شړل کېږي.

نور خبرونه

رادیو