د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ: پر سازونو بندیز لګول د افغانستان په فرهنګي میراثونو برید دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د طالبانو له‌خوا د موسیقۍ د ۲۱ زرو الو له منځه وړل د افغانستان پر «فرهنګي میراثونو برید» ګڼي.

دغه انسټیټوټ وايي، د سازونو له منځه وړل نه یوازې دا چې د افغانستان پر فرهنګي میراثونو برید دی؛ بلکې دا کار د بشري حقونو په تېره بیا د بیان د ازادۍ او هنري او فرهنګي ارزښتونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ د طالبانو له‌خوا د سازونو له منځه وړل غندي او دغه کار له ملي او نړۍوالو ارزښتونو سره په ټکر کې یادوي.
دغه انسټیتوټ په یو بیان کې ویلي، چې له پېړیو راهیسې موسیقي د افغانستان د خلکو سره تړلې پاتې شوې او همدغه موسیقي د سولې، امن او د خلکو تر منځ د جوړجاړي لامل هم ګرځېدلې ده.
دا رنګه په بیان کې راغلي، چې د موسیقۍ د الو ویجاړول او ماتول د طالبانو له‌خوا هغه بله کړنه ده چې واک ته د بېرته ستنېدو سره هم‌مهاله په ډېرې «بې رحمۍ او ظلم» سره هڅه کوي، چې د هنرمندانو، سازیانو، موسیقۍ جوړونکو او فرهنګپالو غږونه ټپ کړي.
د افغانستان د موسیقۍ د بنسټ مشر احمد سرمست وايي، چې د طالبانو له‌خوا د سازونو د الو په ماتولو او له منځه وړلو سخت خواشینی دی.
ښاغلی سرمست وايي، طالبانو هڅه کړې چې د افغانستان د خلکو غږونه په مرۍ کې وچ کړي؛ خو دا نه شي کولای چې موسیقي د خلکو له زړونو او ذهنونو وباسي.
د افغانستان د موسیقۍ ملي بنسټ له نړۍوالې ټولنې، د بشري او فرهنګي حقونو له ټولنو غوښتنه وکړه، چې د «فرهنګي ویجاړۍ» په برخه کې د طالبانو دغه راز کړنې وغندي او د افغانستان د موسیقۍ د خوندیتوب لپاره دې خپل ملاتړ څرګند کړي.
تېره اوونۍ د طالبانو د امر بالمعروف وزارت چارواکو ویلي و، چې دغه وزارت په تېر یو کال کې د موسیقۍ ۲۱ زره او ۳۲۸ الې ویجاړې کړې دي.
طالبان وايي، د سازونو غږول، د هغو اورېدل او د موسیقۍ جوړول ټول «حرام» دي.

نور خبرونه

رادیو