د بشري حقونو سازمانونو د ایران په تبریز ښار کې د دوو افغانانو د اعدام خبر ورکړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د ایران د بشري حقونو دوو سازمانونو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې ایران د مخدره موادو د جرمونو په تور د دوو افغانانو په ګډون څلور تنه بندیان اعدام کړي دي.

دغه دوه افغان بندیان د تبریز په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان او هه نګاو وویل، چې د ۳۲ کلن محب الله او ۲۷ کلن مشرف له دوو نورو بندیانو سره د دوشنبې په ورځ د وږي د میاشتې په پنځمه نېټه د تبریز په مرکزي زندان کې د مختلفو تورونو په تور په دار وځړول شو.
ویل شوي، چې دوه نور اعدام شوي کسان شاپور حسیني د تبریز او عرفان کرد تبعه وو.
تر دې مخکې هم د ایران د بشري حقونو سازمان د دغو دوو افغان بندیانو د اعدام د سزا په اړه خبرداری ورکړی و.
د ایران د بشري حقونو سازمان لیکلي: «محب الله او مشرف چې د افغانستان دي، دوه کاله وړاندې له وسلو سره د مخدره توکو د انتقال په تور په یوه ګډه قضیه کې ونیول شول او په اعدام محکوم شول.»
د دغو بندیانو د اعدام خبر د دغه خبر د لیکلو تر وخته پورې د ایران د کورنیو رسنیو او د اسلامی جمهوریت د رسمی سرچینو لکه د قضاییه قوې او د زندان د چارواکو له خوا نه دی اعلان شوی.
د ایران د بشري حقونو سازمان لیکلي، چې په ایران کې د مخدره موادو په تور د بندیانو د اعدام کچه لوړه شوې ده.
د دغه سازمان له خوا د خپرو شويو معلوماتو له مخې؛ په تېرو څلورو کلونو کې په پرله پسې توګه د اعدامونو شمېر زيات شوى دى. تېر کال په ایران کې د ۲۰۲۲ کال په پرتله د اعدامونو شمېر ۸۴ سلنه زیات شوی او ۴۷۱ قضیو ته رسېدلی دی.

نور خبرونه

رادیو