جې شاه د کرېکټ د نړۍوالې شورا د مشر په توګه وټاکل شو
جې شاه د ۲۰۱۹ کال راهیسې د هندوستان د کرېکټ د کنټرول بورډ د سکرټر او د ۲۰۲۱ کال راهیسې د اسیا د کرېکټ شورا د ریاست مشري په غاړه لرله. خو نوموړی به د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په لومړۍ نېته د کرېکټ د نړۍوالې شورا د مشر په توګه رسمي دنده پیل کړي.
جې شاه د کرېکټ د نړۍوالې شورا د مشرۍ لپاره یواځینی نوماند و.
د کرېکټ د نړۍوالۍ شورا اوسني مشر ګریګ بارکلي چې دوه پرله پسې دورې د یادې شورا رییس و، ویلي و چې نه غواړي د درېیم ځل لپاره ځان د یادې څوکۍ لپاره نوماند کړي.
جې شاه ویلي، چې د کرېکټ شهرت ته به ډېره وده ورکړي او په ځانکړې توګه به په ۲۰۲۸ المپیک کې د کرېکټ لوبې شاملول د سپورت لپاره یو مهم فرصت وګڼل شي.
نوموړی وایي:« زه خوښ یم، چې د کرېکټ د نړۍوال کولو لپاره د نړۍوالې شورا له غړو هېوادونو سره له نږدي کار وکړم. موږ په یوه حساس پړاو کې ولاړ یو، موږ ته دا ډېر مهم دي چې ډېر فارمټونو د همغږۍ، توازن، د پرمختللو ټیکنالوژیو پلې کولو ته وده ورکړو. خپل هویت نړۍوال مارکېټ ته ور وپېژنو. زموږ موخه دا ده، چې کرېکټ د پخوا پرتله ډېر پراخ او مشهوره کړو.»
جې شاه د کرېکټ د نړۍوالې شورا په تاریخ کې تر ټولو ځوان مشر دی.
نوموړی دمګړۍ ۳۵ کلن دی او د کوم رقیب او مخالفت پرته د دغه مهمې ادارې مشر وټاکل شو.
د ښاغلي شاه ټاکنه د کرېکټ د نړۍوالې شورا لپاره یو نوی فصل په نښه کوي، ځکه چې په دې ټاکنې سره به هڅه وشي چې، د لوبې لاس رسی پراخ کړل شي او په نړۍواله مرحله کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړي.