د جرمني صدراعظم وايي، افغانستان ته به نور کډوال هم ستانه کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د جرمني پر حکومت د کډوالۍ پر پالیسۍ تر نیوکو وروسته اولاف شولتس د سې شنبې په ورځ ویلي، چې هغه به نور کډوال بېرته افغانستان او سوریې ته ورستانه کړي.
هغه وویل، هغه مجرمین چې جدي محکومیت لري نور په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه لري.

د جمعې په ورځ (د وږي ۲مه) له خونړي برید وروسته، د جرمني حکومت د مخالفو ګوندونو له سختو نیوکو او عامه فشارونو سره مخامخ شوی.
دغه برید چې یوه ۲۶ کلن سوریایي ځوان د چاقو پر مټ د جرمني د لوېدیځ په زولینګن ښار کې په یوه مېله کې ترسره کړ، درې کسان یې ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.
شولتس د سې شنبې په ماښام د جرمني له (زې ډي اېف) سره په مرکه کې وویل، چې هغه د پناه غوښتنې په قانون کې د بنسټیزو بدلونونو اراده نه لري؛ خو غواړي چې ډېری کډوال بېرته افغانستان او سوریې ته ستانه کړي.
شولتس وویل، چې هغه به د پولو کنټرول پیاوړی کړي؛ خو حکومت نه غواړي چې د افغانستان او سوريې کډوال د غوښتنلیکونو له ارزونې پرته له هېواده وباسي.
د زولینګن له پېښې وروسته د جرمني د اپوزیسیون مشر فریدریش مرز جرمني ته د افغان او سوريايي کډوالو د ننوتو د بندېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د پناه غوښتنې قانون باید بدل شي.
د جرمني د پناه غوښتنې د قانون له مخې، کډوال کولای شي په جرمني کې له پنځه کلنې اوسېدنې وروسته د تابعیت غوښتنه وکړي.
لومړي وزير د افغان او سوريايي کډوالو د منلو د بندولو د غوښتنې په ځواب کې وويل:« دا ډېره څرګنده ده، چې موږ به له هغو نړۍوالو تړونونو څخه سرغړونه ونه کړو چې جرمني لاسليک کړي دي. موږ به د اروپايي ټولنې او زموږ اساسي قانون ته درناوی ولرو.»
هغه وویل:«موږ ډاډمن یو، چې افغانستان ته د ستنولو لړۍ ترسره کوو او موږ غواړو، چې د سوریې لپاره هم همداسې وکړو. جدي جنایتکاران نور حق نه لري، چې دلته پاتې شي.»
شولټز دا هم وویل، چې حکومت د وسلو د قوانینو لپاره سخت پلان لري.
داعش د وږي په درېیمه په یوه خبرپاڼه کې د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست او ویې ویل، چې د دوی یوه غړي دا برید د "فلسطین او نورو ځایونو له مسلمانانو څخه د غچ اخیستو" لپاره کړی و.
تر دې مخکې، یوه افغان بریدګر (د جون په ۱۱مه) په مانهیم کې د اسلام ضد لاریون په ترڅ کې یو پولیس وژلی و.

نور خبرونه

رادیو