پاکستان په خيبرپښتونخوا کې څه د پاسه ۶ زره افغانانو ناقانونه پېژندپاڼې لغوه کړې

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

په خېبر پښتونخوا کې د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو پر ضد کړکېچ زور اخیستی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د شپږو زرو څخه د زیاتو کډوالو غیر قانوني پېژندپاڼې یې لغوه کړي دي.

دغه وزارت له سیمه ییزو ادارو وغوښتل، چې د کډوالو د موټرو، کورونو او شتمنیو په اړه معلومات ورکړي.

د پاکستان د حکومت د اعلامیې له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت د خیبر پښتونخوا له ځايي حکومت، د دغه ایالت د مالیې له ادارې او پولیسو غوښتي دي، چې دغه وزارت ته د کډوالو د جنایي قضیو په اړه د اوسېدو له اسنادو پرته او د بهرنیانو په نوم ثبت شوي د وسلو د جوازونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کوي.

د راپورونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت د هغو ۵۹۵ موټرو جوازونه لغوه کړي، چې د دغو کارتونو له لارې ثبت شوي وو.

د تېر کال د نومبر له میاشتې راهیسې چې د پاکستان فېدرالي حکومت له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو اعلان وکړ، سلګونه زره افغان کډوال خپل هېواد ته لېږل شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د څو لسیزو د اوسیدو له امله، چې زیات شمېر یې د کډوالۍ کارتونه، پاکستاني پېژندپاڼې او یا هم د دغه هېواد د اوسېدو نور اسناد لري.

نور خبرونه

رادیو