شننه؛ ایا په طالبانو کې یوازې توندلاري مشران د پرېکړو خلک دي؟

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

لیکوال: بری افغان

په تېرو څه باندې درېیو کالو کې د طالبانو په حکومت کې هغه طالب مشران چې تر نورو هغو په پرېکړو او ویناوو کې توند روان دي تر اوسه پورې بریالي ښکاري. او هغه طالب مشران چې یو څه منځلاري دي یا له خپلو څوکیو لرې کړل شوي او یا څنډې ته کړل شوي دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر تازه او پرېکنده خبرې

روانه اوونۍ د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر د خپل یو کلن کاري ماموریت د حساب ورکولو پر مهال وویل،‌ چې د نجونو د پوهنتونو او ښوونځیو د پرانیستلو په اړه په بیړه تصمیم نیول امکان نه لري. ځکه چې په دې اړه د دوی د مشرانو تر منځ مشورې روانې دي، او له پرېکړې وروسته په دې اړه خپل تصمیم اعلان کړي.

ندا محمد ندیم زیاته کړه: «د نجونو پوهنتونونو او ښوونځیو ته د تګ په اړه د دیني عالمانو څېړنې روانې دي، که یې داسې څه وموندل چې نجونو ته د درس ویلو اجازه ورکړل شي خو خلاص به یې کړو او که نه همداسې به تړلي پاتې وي.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم په جوړه شوې غونډه کې د نجونو زده‌کړو ته په اشارې وویل، چې د نجونو زده‌کړو د پرانیستلو او بندیز په برخه کې د خلکو غوښتنو ته غوږ نه ږدي.

نوموړي زیاته کړه: «په افغانستان کې د ښځو حقونه ۹۰ سلنه ورکړل شوي او خلک یوازې دې ته متوجه دي چې ولې ښوونځي نه خلاصیږي. دلته چې هر څه کیږي د اسلامي شریعت په رڼا کې به کیږي. موږ نه شو کولای چې په اسلامي چاپيریال او سل سلنه اسلامي نظام کې د خلکو د غوښتنې مطابق چارې تر سره کړو، هغه که شریعت مني که یې نه مني. د نجونو د پوهنتونو او ښوونځيو په اړه په بیړه تصمیم نیول امکان نه لري.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم چې د دغې ډلې مشر هبت‌الله ته نږدې کس دی وايي، د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو په اړه چې هره پرېکړه کیږي هغه به د «اسلام، شری‍عت او کلتور» سره په ټکر کې نه وي.

هغه وايي: «که څېړنو دا وښوده، چې نجونې باید ښوونځیو او پوهنتون ته ولاړې نه شي، نو بیا به پوهنتونونه او ښوونځي همداسې تړلي پاتې وي. موږ په ډاډ نه شو ویلی، چې په کومه ورځ به ښوونځي پرانیستل شي.»

هغه ویلي چې د زده‌کړو له نصابه به هغه مضمونونه لرې کړي چې فکري رغونه کوي او له نوي عصر سره سم زده‌کوونکي روزي، او پر ځای به یې اسلامي مضمونونه ور زیات کړي.

د طالبانو کوم مشران توندلاري او ملا هبت‌الله ته نږدې کسان دي؟

۱ـ ملا هبت‌الله ته نږدې کس د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم چې په ۱۳۵۵ ل کال په کندهار کې زېږېدلی، هغه د تېر جمهوري حکومت پر مهال په وسله والو جګړو کې د افغانستان د شمال زون مسوول و، چې کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته یې د کابل او ننګرهار د والي او ننګرهار د امنیه قوماندان په توګه دندې کړې دي.

۲ـ د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي چې په ١٣۵۰ کال په نورستان ولایت کې زېږېدلی او د افغانستان او پاکستان په مدرسو کې یې دیني زده کړې کړې، خالد حنفي چې د نړۍوالې ټولنې له خوا د «بشري حقونو له مهمو سرغړونکو» بلل کېږي، هغه د طالبانو په راتګ سره د امربالمعروفاو نهي عن المنکر وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی او لا هم په خپله دنده دی. د امربالمعروف وزارت د هغه په امر په افغانستان کې په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو بندیزونه ولګول. دغه بندیزونه ان په ځینو تفریحي پارکونو کې د مېرمنو منعه کول او د حجاب اغوستلو په پلمه د مېرمنو تر نیولو رسېدلي دي. هغه د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او امریکا د بندیزونو په لېست کې هم دی.

خالد حنفي ملا هبت‌الله ته نږدې کس دی خو له حقاني شبکې سره هم نږدې پاتې دی، نوموړی د طالبانو د مشر په پرېکړو کې لوی لاس لري. ملا هبت‌الله تازه د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون توشيح کړ، چې د حنفي په مشرۍ یې دغه وزارت ته اجرایوي واکونه هم ورکړل. د طالبانو مشر ان د خالد حنفي په مشرۍ د هغه وزارت ته واک ورکړی چې خلک په ورځو ورځو بندیان کړي او په خپله خوښه سزا ورکړي.

۳ـ مولوي حبیب الله اغا هغه کس چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د فرمانونو او د نجونو زده‌کړو په وړاندې د خپل مشر له نظر سره ظاهرآ مخالف دی خو بیا هم ملا هبت‌الله ته نږدې کس دی. حبیب الله اغا په ۱۳۳۵ ل کال کې د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې زېږېدلی، هغه د طالبانو د پوهنې وزرات لپاره د سرپرست په توګه د ۲۰۲۲ په سپتمبر کې وټاکل شو، تر هغه وړاندې د کندهار د علماو شورا مشر و، نوموړي یوازې دينې زده‌کړې کړې دي.

۴ـ حاجي ملا عبدالله حنفي چې په ملا شیرین مشهور دی اصلي د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی دی، نوموړی د کندهار اوسنی والي دی او ملا هبت‌الله ته نږدې کس دی، هغه په ۲۰۱۹ کال کې په قطر له امریکايي لوري سره د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی و، او له ۱۹۶۹ـ ۲۰۰۱ پورې د طالبانو پخواني مشر ملا عمر د ساتونکو مشر تېر شوی، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د کابل والي او بیا د کندهار والي ټاکل شوی. ملا شیرین لومړنۍ ديني زده‌کړې لري او ویل کیږي چې نورې زده‌کړې ترې له روسانو سره د جګړې له امله پاتې شوې دي.

۵ ـ د طالبانو سترې محکمې مشر شیخ عبدالحکیم حقاني په ۱۳۵۶ هجري کې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د اسحاقزیو په قبیله کې زېږېدلی دی. پنجوايي د کندهار د طالبانو زېږدځای بلل کیږي. د حقاني پلار دیني عالم او په سیمه کې په حاجي ملا صاحب مشهور و، حقاني په بېلابېلو برخو کې لکه صرف و نحوه، منطق، فلسفه، معاني، فصاحت او بلاغت، فقه او د فقهې اصول له خپل پلار څخه لوستي. هغه په ۲۰۱۹ کال کې په قطر له امریکايي لوري سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر و، شیخ حقاني هم ملا هبت‌الله ته مهم او نږدې کس دی او په مسایلو کې ورته ډېر منلی دی.

۶ ـ د طالبانو مشر ته یو بل نږدې او جګړه مار کس حاجي محمد یوسف وفا، هغه د کندهار اوسیدونکی دی او کابل کې د مخکیني حکومت تر پرځېدو یوه ورځ وړاندې یې د جمهوريت له والي د کندهار ولایت تسلیم کړ او بیا وروسته د کندهار د والي په حیث وټاکل شو، یوسف وفا د ۱۴۰۱ کال د کب ۱۸مه د طالبانو حکومت د بلخ د والي محمد داود مزمل تر وژل کېدو وروسته، د بلخ ولایت چارسمبالی والي وګومارل شو چې بیا تر اوسه پورې هلته د والي په توګه کار کوي.

۷ـ ملا هبت‌الله ته یو بل نږدې او د مشورې کس، د طالبانو د حج و اوقاف اوسنی وزیر شیخ الحدیث مولوي نورمحمد ثاقب چې په ۱۳۴۶ ل کال کې د افغانستان د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ د تاشکند په سیمه کې زیږیدلی، هغه د دولتزیو له قبیلې څځه دی او له دوه کلنۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په قلعه حسن خان کلي کې اوسیږي.

نور محمد ثاقب په ۱۳۶۳ کال کې د اکوړه خټک له حقانيه مدرسې د حديثو له دورې څخه فارغ شوی، او د دې تر څنګ د عربو په مدرسو کې د حدیث په کورس کې لومړی درجه راغلی و، نورمحمد ثاقب د ۱۳۷۵ هجري لمریز کال د کندهار د مرکزي دارالافتاء د مشر په توګه وټاکل شو. او له هغې پنځه میاشتې وروسته د مرکزي دارالافتاء د عمومي مشر په توګه وټاکل شو. هغه د طالبانو په پخواني حکومت کې د سترې محکمې د مشر په توګه کار کړی، نوموړي د دوکتورا معادل کچې لوړې ديني زده‌کړې کړي او په دیني برخه کې یې ۱۶ کتابونه لیکلي.

ولې منځلاري طالب مشران له څوکیو لرې کیږي او یا څنډې ته کیږي؟

که څه هم د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د روغتیا په اړه څو ځله ګنګوسې خپرې شوې چې د هغه روغتیايي حالت سم نه دی خو هغه لا هم لګیا دی چې کندهار د خپل واک او ځواک په مرکز بدل کړي، او په طالبانو کې د خپلو وفادارو کسانو په ګډون د ۴۰ زره کسانو جوړ شوي قوي پوځي ځواک له خوا یې کلکه ساتنه کيږي. د دغه ځواک په جوړېدو شاوخوا ۶۰ میلیارډه افغانۍ لګول شوې دي.

ملا هبت‌الله د ۲۰۲۳کال د اکټوبر په میاشت کې عبدالاحد طالب چې د هلمند پخوانی والي او د طالبانو د ځانمرګو بریدګرو پخوانی قوماندان و، د خپلو ځانګړو ځواکونو د قوماندان په توګه وټاکه. قوماندان طالب ملا هبت‌الله ته نږدې او د باور وړ کس دی.

هغه لوی واک چې ملا هبت‌الله ترې برخمن دی، د منځلارو او سخت دریځو طالبانو ترمنځ د واک متناسب انډول ښیي چې منځلاري طالبانو د څنډې ته کولو لامل شوی. د بېلګې په توګه؛ د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې ملا هبت‌الله د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د کندهار د علماو ولایتي شورا مشر مولوي حبیب الله اغا وټاکه.

که څه هم منیر د سخت دریځو طالبانو استازیتوب کاوه او د لوړو زده‌کړو ارزښت یې ردولو؛ خو د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو لپاره د هغه ښکاره ملاتړ د ملا هبت‌الله او د نږدې ملګرو شیخانو د افکارو سره په ټکر کې وو.

کره معلومات دا دي چې، اوس هم سخت دریځه طالبان خپل پخوانی هدف څاري او منځلاري طالبان د لا ډېر څنډې ته کېدو له وېرې تسلیم شوي‌ دي. خو په اصل کې د طالبانو د مشرتابه تګلاره دا ده، هغه کسان نازوي چې له سخت دریځ څخه ملاتړ کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ میاشت کې د دوحې په دویمه غونډه کې وویل، چې طالبان په فکري لحاظ یووالی لري؛ خو د ښځو او نجونو د زده‌کړو په برخه کې سره وېشلې دي. هغه ویلي و، چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو يو پخوانى وزير د ښځو د زده‌کړو د ملاتړ په تور له دندې ګوښه شوى. ښاغلي بېنیټ د طالبانو د ګوښه شوي چارواکي نوم وانه خیست؛ خو تر هغه وړاندې د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني له دندې لرې او پر ځای یې د لوړو زده‌کړو اوسنی وزیر ندا محمد ندیم چې د طالبانو له سخت دریځو مشرانو ګڼل کېږي وټاکل شو.

حقاني د طالبانو د کابینې په غونډه کې یوازې دومره ویلي و، چې نجونې د زده‌کړو حق لري؛ او بايد په جلا توګه ورته ټولګي جوړ شي چې زده کړې وکړي.

ریچارډ بېنیټ د طالبانو د لوړو زده‌کړو له پخواني وزير عبدالباقي حقاني سره د خپلې ليدنې په اړه ویلي و، چې دغه چارواکي په پوهنتون کې د نجونو لپاره په جلا ټولګيو کې د زده‌کړو د زمينې برابرولو خبره ورسره کړې وه. چې بیا دغه وزير څو مياشتې وروسته له خپلې دندې لرې کړل شو.

اوس پوښتنه دا ده چې ټولې پرېکړې یوازې د هبت‌الله او کړۍ له لوري یې کیږي؟

ویل کیږي ملا هبت‌الله یو مستبد او ځان غوښتوونکی کس دی، همدا سیاسي ملا چې د طالبانو د سیاسي ـ جنګي ډلې مشر شو، له هغې ورځې يې د خپل واک او ځواک د پراخولو هڅې کولې. هغه کسان چې ده وېره ترې لرله، په خپل چوکاټ کې يې ورته مهمې څوکۍ نه ورکولې، ملا برادر چې یو وخت د طالبانو ډلې ډېر پياوړی کس بلل کېده، له پاکستاني زندانه تر خلاصېدو وروسته یوازې په سیاسي برخه کې، د دغې ډلې مرستیال وټاکل شو. کله چې د هغه په لاس له امریکا سره په قطر کې هوکړه وشوه، او بیا طالبان واک ته ورسیدل، نه ملا برادر ته په حکومت کې هغومره واک ورکړل شو چې تمه يې کېده او نه هغه د دوحې هوکړه ملا هبت‌الله منلې چې د ملا برادر په لاس يې له امریکا سره لاسلیک کړې وه.

ملا هبت‌الله خپل هغه هدف ته ورسېد، چې ځينې مهمې څوکۍ یې د خپلو نږدې ملګرو لپاره را خپلې کړې، هغه د امر بالمعروف وزارت جوړ کړ، او خپلو کسانو ته یې په کې ښه معاشونه وټاکل او هم يې پراخ واکونه ورکړل، ورپسې یې کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونه تر سینې لاندې کړل او د افغانستان بانک، مالیې وزارت او ځينې نورې ډېرې مهمې مالي سرچینې یې تر خپل واک لاندې راوستې.

شیخ عبدالحکیم حقاني، شیخ نور محمد ثاقب، شیخ محمد خالد حنفي، شیخ عبدالحکیم شرعي، شیخ ندا محمد ندیم او نور له دې سره چې په مهمو وزارتونو کې پر دندو ګومارل شوي د دې تر څنګ ملا هبت‌الله دغه شیخان او ځینې روحاني ملایان د سلاکارانو په توګه هم ټاکلي چې په مهمو ناستو کې نور طالب مشران خبرو ته نه پریږدي، د ملا هبت‌الله دغه کړۍ چې کله یو د یوې موضوع په اړه تصمیم ونیسي، بیا د هيڅ بل چارواکي خبرې ته څوک ارزښت نه ورکوي. د نجونو د زده‌کړو پر موضوع او نورو مهمو مسایلو په اړه مخکې په کندهار کې مهمه ناسته وه. د طالبانو ډېری وزیران له کابله کندهار ته ورغلي وو، په دوی کې ملابرادر او د لوړو زده‌کړو مخکینی وزیر شیخ عبدالباقي حقاني هم و. دغو دواړو طالب مشرانو په غونډه کې یادونه کړې وه چې نجونو ته باید د زده‌کړو اجازه ورکړل شي؛ له هغې خوا شیخ عبدالحکیم حقاني په ډېره تونده لهجه ملابرادر ته ویلي و، چې موږ دیني عالمان یو او په دې برخه کې پوهیږو، تاسو په دې اړه نه پوهېږئ، یوازې موږ چې کوم حکم کوو تاسو به يې عملي کوئ، دا خبره څو وارې ملا هبت‌الله په خپلو خبرو کې هم کړې ده. هغه ټولو طالبانو ته ویلي چې زموږ امر به د شریعت د یوه امر په شان منئ! همدا بحث او لفظي شخړې د دې لامل شوې چې عبدالباقي حقاني خپله دنده وبایلله او پر ځای يې د هبت‌الله نږدې کس شیخ ندا محمد وزیر وټاکل شو. او د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر سره هم ورته کار وشو. چې د هغه پر ځای یې د پوهنې اوسنی وزیر حبیب الله اغا وټاکه، ملا هبت‌الله اوس په دواړو وزارتونو کې د خپلې خوښې چارې د همدغو وزیرانو پر مټ ترسره کوي، او هيڅوک یې مخه نه شي نیولی.

نور خبرونه

رادیو