افغان کرېکټ بورډ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره د ۲۹ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره د ۲۹ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

بورډ ويلي، چې دغه لوبغاړي به د همدې کال د اګسټ څخه تر ۲۰۲۵ کال تر اپرېل پوري، په روزنيزو کمپونو، دوه او درې اړخيزه لوبو او اسیا جام سياليو کې برخه واخلي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د چهار شنبې په ورځ (د وږي ۷ مه) نېټه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه لوبغاړي به د يوې مياشتي په جريان کې د کابل په کرېکټ لوبغالي کې د فزيکي تکړښت او ظرفيت لوړونې په کمپ کې ګډون وکړي.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ له دې روزنې وروسته د دغه لوبغاړو لپاره د سپټمبر له ۲۸ څخه تر اکتوبر ۲۱ مې نېټې پوري يو بل روزنيز کمپ هم په پلان کې شته.

د افغانستان کرېکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله به له دې روزنيزو کمپونو وروسته په متحده عربي اماراتو کې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره درې اړخيزه سيالۍ ولري او د نومبر مياشتي په وروستيو کې به د ۱۹ کلنو لوبغاړو په اسیا جام کې برخه واخلي.

کرېکټ بورډ په خپله اعلاميه کې زياتوي، چې د اسیا جام له سيالیو وروسته افغان ۱۹ کلنو ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال په مارچ مياشت کې د نيپال ۱۹ کلنو لوبډلې سره ۵ يو ورځنۍ سيالۍ هم لري.

د کرېکټ دغه افغان ۱۹ کلنه لوبډله به د کرېکټ نړۍوالې شورا اړوند د ۲۰۲۶م کال نولس کلنو لوبغاړو نړۍوال جام لپاره د غوراوي پړاو سیالۍ هم ترسره کړي.

د ۱۹ کلنو کريکټ ملي لوبډلې ۲۹ کسیز نوملړ:

پیلیز توپوهونکي: عزیر خان، فیصل خان، عثمان سادات، عمران مسرور او عزت نور شیرزاد

مېډل ارډر توپوهونکي: برکت الله ابراهیمزی، عزت بارکزی، فیصل مبارز، عزیز میاخیل او شېرخان

ویکټ ساتونکي: محبوب تسکین، خالد احمدزی او حمزه علي خیل

الرونډران: عبدالعزیز، نظیف امیري، سهیل خان او نصرت الله نورستانی

ورو توپ اچوونکي: حفیظ ځدراڼ، روح الله عرب، عاقل خان، کمال خان او واحدالله ځدراڼ

چټک توپ اچوونکي: فهیم ښېوه وال، محمد هادي، سلام خان، بلال احمدزی، خاطر ستانکزی، روح الله احمدی او شمس فخري

افغانستان کرېکټ بورډ هيله ښودلې، چې د ۱۹ کلنو ملي لوبډله به د تمريناتي کمپ وروسته په لوبو کې ښه ځليږي او ویاړونه به ترلاسه کوي.

نور خبرونه

رادیو