افغان کرېکټ بورډ:افغان لوبډله له نیوزیلنډ سره د یواځینۍ ټېسټ لوبې په موخه هند ته روانه شوه

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

د افغانستان په کوربه‌توب د نیوزیلنډ په وړاندې یواځینۍ ټېسټ لوبه ۱۲ ورځې وروسته د هند په ګریټرنیودا لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغان لوبډله به یوه اونۍ هلته تمریناتي کمپ ترسره کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ د (وږي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان د کرېکټ ۲۰ کسیزه لوبډله نن سهار د هند په لور روانه شوه.
هند ته له تګ څخه وړاندې د کرېکټ بورډ مسوولینو هم له لوبغاړو سره کتلي او د نیوزیلنډ په وړاندې د ټېسټ لوبې په اړه یې ورته سپارښتنې کړې دي.
د افغانستان په کوربه‌توب له نیوزیلنډ سره د ټېسټ لوبې لپاره د تمریناتي کمپ لپاره ۲۰ لوبغاړي غوره شوي دي.
دغه لوبغاړي به د یوې اوونۍ لپاره په هند کې تمرین وکړي او له هغه وروسته به د نیوزیلنډ په وړاندې د ۱۱ کسیزې لوبډلې نوملړ په ډاګه شي.
کرېکټ بورډ په دې تمريناتي کمپ کې حشمت الله شهيدي (لوبډلمشر) ابراهيم ځدراڼ، رياض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهيرشاه محبوب، اکرام علي خېل (وېکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال، ګلبدين نايب، افسر ځاځی (وېکټ ساتونکی)، عظمت الله عمرزی، ضیاء الرحمان اکبر، شمس الرحمان، قيس احمد، ظاهرخان، نجات مسعود، فريد احمد ملک، نويد ځدراڼ، خلیل احمد او یما عرب ټاکلي دي.
د افغانستان او نيوزيلنډ دغه ټېسټ لوبه به د هند په ګريټرنويډا لوبغالي کې د راتلونکې سپټمبر مياشتې په ۹مه نېټه پيل او د همدې مياشتې تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.

نور خبرونه

رادیو