د ایران د کورنیو چارو وزیر د سږ کال تر پایه د 'نا قانونه' کډوالو پر اېستلو ټینګار وکړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د ایران د کورنیو چارو نوي وزیر سکندر مومني د دوشنبې په ورځ وویل، چې د «پردیو وګړو» موضوع د ده د کار په لومړیتوبونو کې ده.
مومني وویل، چې «نا قانونه خلک» باید د ۱۴۰۳ کال تر پایه له ایرانه ووځي.

د انتخاب ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان ویلي چې بې اسناده کډوال دې د ۱۴۰۳ کال تر پایه له ایرانه ووځي، وویل چې: «دغه یوه مهمه مسله ده او هغه به څارو.»
د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان احمد علي ګودرزي (د زمري په ۲۲مه) په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې د روان کال تر پایه د بې اسناده کډ والو اېستل د دوی د چارو یوه برخه ده.
هغه دا رنګه په سرحدي سیمو کې له ایراني وګړو وغوښتل، چې د سرحدونو په ساتلو کې مرسته وکړي او دا یې هم ویلي و چې: «دغه ګام زموږ د خلکو غوښتنه ده او د امنیت په ټینګښت کې داسې څه باید ترسره شي.»
په دې وروستیو کې د ایران د امنیت عمومي قوماندان احمد رضا رادان هم پر دې موضوع ټینګار کړی او ویلی یې و، چې بې اسناده بهرنیان باید د ۱۴۰۳ کال تر پایه خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
د طالبانو د کډوالو وزارت (د زمري په ۲۱مه) ویلي و، چې په تېر یوه کال کې یو مېلیون او ۷۹۹ زره خلک له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو