ایراني چارواکي: تېر کال له البرز ولایت څخه ۵۰ زره افغانان ایستل شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د ایران د البرز ولایت والي مجبتی عبداللهي د سې شنبې په ورځ وويل، چې له ۱۴۰۲ کال راهیسې له دغه ولایت څخه څه باندې پنځوس زره هغه افغان کډوال، چې اسنادونه یې نه درلوده ایستل شوي دي.

دغه ایرانی چارواکی زیاتوي، چې د کډوالو تنظیمول د دوی د کارونو په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د ایران خبری اژانس ایرنا (د وږي ۶ مه) د مجبتی عبداللهي له قوله راپور ورکړ، چې د کډوالو شتون باید د قانون په چوکاټ کې ترسره شي.

تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي وو، چې د «بهرنیو اتباعو» موضوع د ده له لومړیتوبونو څخه ده او له اسنادو پرته بهرني اتباع باید د ۱۴۰۳ کال تر پایه له ایرانه ووځي.

طالبان وايي؛ تېر کال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه څه باندې یو ميليون ۷۹۹ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو