جوزپ بورل: د طالبانو په نوي قانون کې به د ښځو له حقونو څخه پراخې سرغړونې و نه زغمو

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بورل ویلي، د اروپايي ټولنې غړي د طالبانو د امر بالمعروف له‌خوا د نوي قانون له امله حیران او اندېښمن دي.
نوموړی وايي، اروپايي ټولنه د افغان ښځو له حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې نه شي زغملای.

نوموړي د اروپايي ټولنې په استازیتوب په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو نوی قانون له دغې ډلې سره د اړیکو د عادي کولو او په رسمیت پېژندلو کې یو بل خنډ دی.
د طالبانو ویاند د امر بالمعروف او نهې عن المنکر پر قانون د نړۍوالو نیوکې د اسلامي شریعت سپکاوی او «ګستاخي» بللې.
بورل پر طالبانو غږ وکړ، چې «د افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه سیستماتیکې او پراخې سرغړونې پای ته ورسوي.»
نوموړي زیاته کړه، چې د ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي ځورونې په توګه ګڼل کېږي او کېدای شي، د روم د اساسنامې له مخې د بشریت ضد جرم وګڼل شي.
اروپايي ټولنې د امربالمعروف په نوي قانون کې د پراخو واکونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د یاد قانون له مخې دغې ادارې ته نور اجراییوي واکونه ورکول کېږي.
اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۷۲۱ پرېکړه لیک ته په اشارې سره ویلي، چې د اړیکو عادي کېدل او د طالبانو په رسمیت پېژندنه په دې شرط ده چې طالبان له افغانانو او نړۍوالې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي.
د طالبانو د امربالمعروف وزیر تېره ورځ په سرپل کې په یوه غونډه کې وویل، «امربالمعروف او نهې عن المنکر یو الهي حکم دی او سل په سلو کې یې پلي کوي.»
هغه د نړۍوالو نیوکو ته په اشارې سره وویل:« شریعت زموږ دی، ملت زموږ دی، اسلامي نظام زموږ دی، تاسو څوک یاست چې د شریعت په اړه پرېکړه وکړئ؟»
د نړۍ د اغېز ناکو هېوادونو له سختو څرګندونو سره، سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د دغو هېوادونو د سفارتونو پر پرانېستلو ټینګار کړی دی.

نور خبرونه

رادیو