پاکستان د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره نړيوال جام ته لوبډله اعلان کړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د پاکستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره نړيوال جام لپاره د فاطمه ثنا په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

د ۲۰۲۴ کال د ښځو شل اوره نړيوال جام به په متحده عربي اماراتو کې د اکټوبر په درېمه پيل او تر ۲۰ مې به دوام وکړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د دغو سياليو لپاره په ۱۵ کسيزه لوبډله کې فاطمه ثنا «لوبډلمشره» عاليه رياض، ډيانا بيګ، ګل فيروزه، ارم جاويد، منیبه علي «ويکټ ساتونکې»، ناصره سندو، ندا ډار، عميمه سهيل، صدف شمس، سدرا امين، سیده عروب شاه، تسميا رباب او توبا حسن غوره کړې دي.

د کرېکټ نړيوالي شورا ویلي دا سیالۍ ۱۷ ورځې دوام کوي، چې پایلوبه به د اکتوبر په شلمه نېټه وشي.

د دوی د معلوماتو له مخې، ټولې لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې دي.

د ښځينه لوبډلو تر منځ د شل اوره جام تېرې سیالۍ د ۲۰۲۳ کال فبرورۍ میاشت کې شوې وې او هغه مهال ېې کوربتوب سویلي افریقا کړی و.

اسټرالیا د دغه نړیوال جام د ګټلو ویاړ لري او سږ کال به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

نور خبرونه

رادیو