د افغانستان د چورلکو او الوتکو په هکله د ازبکستان او امریکا وروستۍ فیصله ناسمه ده، چې امریکا د افغانستان ۴۶ الوتکې او چورلکې ازبکستان ته سپاري دا پرېکړه د بین الملتي تعاملاتو خلاف پرېکړه ده.

دې کې شک نه شته چې د افغانستان اردو ټول تجهیزات بلا عوض د امریکا او ناټو له خوا د تېر جمهوریت سره د موجودو تعهداتو په اساس چې د افغانستان له دولت سره یې درلودل ورکړل شوي دي او څه چې د افغانستان حکومت ته ورکړل شوي، د تسلیمۍ څخه وروسته د افغانستان ملکیت و او دی.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر ویلي، چې دا الوتکې او چورلکې هیڅکله د افغانانو ملکیت نه و، دا د امریکا ملکیت دی. افغان پوځ دغه الوتکې او چورلکې کارولې؛ خو امریکا یې د مالکیت حق لري.

دا داسې معنا لري، چې یو ځل مرسته وکړي او بیا وایي دوی بېرته خپله بلا عوضه مرسته غواړي.

د بین الدولتي او بین الملتي تعاملاتو عرف دا نه ایجابوي، چې مرسته شوي توکي وروسته له مرستې هم د مرسته کوونکي ملکیت وي.

پرته له شکه په افغانستان کې هغه هوايي او ځمکني تجهیزات او وسایط چې امریکا او ناټو د خپلو قواو لپاره استعمالول د هغوی اړوند وو.

هغه تجهیزات هم درې برخې وې، چې یوه برخه یې امریکا او ناټو خپلو هېوادونو ته بېرته انتقال کړل، یوه برخه یې د افغانستان حکومت ته ورکړل او یوه برخه چې د هغوی په قول؛ بېرته وړل یې له اصل قیمت څخه ګران تمامېدل نو پس هملته یې تخریب کړل، چې یوه برخه یې پاکستان ته هم د انتقال په وخت کې ورکړل شوي؛ ځکه یاد تجهیزات د کراچۍ له لارې افغانستان ته راغلي وو او بیرته هم د کراچۍ له لارې وویستل شول.

دا جدا بحث دی، چې ایا د امریکا د وسایطو او تجهیزاتو څخه استفاده په اوږدمهال کې د امریکا سره بې له اوږدمهاله اړیکو کېدلې شي او که نه؟ ځکه ټول دا ټول تجهیزات او وسایط، پرزه جاتو، ټریننګ او دوامداره ترمیم ته اړتیا درلودله.

مګر د افغانستان له جمهوري دولت سره د تجهیزاتو شوې مرسته د افغان ولس مالکیت دی او هېڅ مرسته کوونکی د نړۍوالو اصولو له مخې بلاعوضه مرسته بېرته نه شي غوښتلی.

اصلي خبره دا ده، چې په افغانستان کې ولسواکه مشروع او قانونمند حکومت نه شته. طالبان نه ولسي مشروعیت لري او نه نړۍوال مشروعیت چې د افغانستان د خلکو په استازولۍ د افغانانو له حقوقو څخه په نړۍوال ستیج کې دفاع وکړي.

یوازې مشروع او قانونمند حکومت کولی شي، چې د نړۍوالو معاهدو او تعهداتو په چوکاټ کې د خپلو حقوقو پوښتنه وکړي.

د افغانستان سفارتونه فلج دي، د ملګرو ملتونو په اداره کې افغانستان استازولي نه لري، د افغانستان بانکي سیستم فلج دی، د طالبانو ۳۵ کسه مهم مشران د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي او خلک هره ورځ له وطن څخه وځي.

په ورته وخت کې طالبان پر ملت ورځ تر بلې د ژوندانه حلقه تنګوي، سخت او جبري بندیزونه پرې لګوي او اقتصادي ځوړ مخ پر ودې دی.

بل خوا د افغانستان د پشتیوانې په اووه میلیارده ډالرو کې هم امریکا دا استدلال راوړی شي، چې دا د پشتوانې پیسې د دوی د مالي مرستو څخه جمع شوي دي او دا پشتوانه د افغانستان نه ده.

د تروریزم سره د مبارزې په نوم افغانانو هم ګټه کړې وه او هم یې ډېر لوی تاوان په اخر کې ورکړ، چې دا په خپله جدا محاسبه غواړي؛ خو لکه د روسانو څخه چې افغانانو د غرامت بدل وانه خست، همداسې له امریکا او ناټو څخه یې اخیستل مشکل دي؛ ځکه متل دی، چې د زورور اوبه مخ بره خیژي.

له بده مرغه درې کاله وشول چې طالبان یوازې د احوال شخصیه او په ښځو باندې د بندیزونو د زیاتولو په مسایلو مصروف دي، چې کله فرمانونه صاردوي او کله ورته د قوانینو په نوم تعذیرات وضع کوي.

که طالبانو سولې او خبرو ته غاړه ایښی وی؛ نو اوس به د رسمیت پېژندنې له مسالې نیولې تر ډېرو لویو مسالو حل وی.

د افغانستان د خلکو مال (چورلکې او الوتکې) به ازبکستان ته نه ورکول کېدی، بې بندوباره کډوالي او له افغانستانه وتل به نه وی رامنځته شوی او د افغانستان کړکېچ به د یوې بلې نامعلومې دورې پورې نه تمدیدېدی.

یوه ډله چې د خپلو خلکو په وړاندې ځانونه مسوول نه ګڼي، هغوي نه شي کولی چې د خپلو خلکو او هېواد له ګټو څخه هم دفاع وکړي.

افغانستان اوس یو بې صاحبه ملک دی او یوازې د افراطیت د ترویج او د افراطي ډلو د تجمع لپاره ښه بستر دی.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو