شننه؛ هلته چې پوښتل هم کفر دی!
د نجونو زدکړې منع وې. اوس یې په اړه خبرې، بحث او پوښتنې هم منع کړای شوې. موږ په یویشتمه پېړۍ کې ژوند کوو. افغانستان د نړۍ د بشري تجربو لابراتوار دی.
ولسواک هېوادونه غواړي خپلو خلکو ته د ورکړل شوې خپلواکۍ، بشري حقونو او فردي ازادیو ارزښت ورپه یاد کړي، ښایي نړیوال واکمن غواړي خپلو خلکوته ووايي، چې ګورئ په نړۍ کې داسې هېوادونه هم شته، چې نه یې نجونې د زدکړو حق لري او نه یې خلک په دې اړه د څه پوښتلو رښته. پرکابل واکمنې ډلګۍ خلک له پوښتلو منع کړل. څو ورځې وړاندې یې د ښځو غږ هم (عورت) وګاڼه. ویل: ښځې دې تر دې روسته ګونګۍ شي.
د زور او زرو استبداد ماتول نسبتاً اسانه کار دی، د خپلواکۍ غوښتونکیو انسانانو هڅه او قرباني غواړي، خو هغه استبداد چې د تقدس په بالاپوش کې ورننوتی وي، ماتول یې بیخي ډېرې هڅې و قربانۍ غواړي، خو دا هڅې و قربانۍ یوازې فیزیکي نه، بلکې فرهنګي – معنوي دي.
بشریت په اساطیري دوران کې ګڼې داسې بېلګې تجربه کړي، چې سیاسي اقتدار پر مقدس دریځ ټینګېده او استبداد ته تقدس ورکول کېده. د مصر د فراعنهو په اړه مشهوره ده، چې ځانونه یې د لمر د خدای استازي ګڼل او له دې تقدس څخه په ګټنې یې واک چلاوه. په ابراهیمي ادیانو کې راغلي، چې دغو فرعونانو ځانونه خدایان ګڼل.
فرعونانو یوازې د تورې او فیزیکي محوې په زور نه، بلکې د خلکو په زړونو کې د الهي قهر څخه د ویرې په اچولو کې خپله واکمني ساتله.
د اروپا په زرکلنه تیاره دوره کې شاهانو د کلیسا په مرسته واکمني چلوله، کلیسا پاچا او لویو زمکوالو ته مشروعیت ورکاوه او په بدل کې یې واک د کلیسا په لاس کې و. کلیسا او واکمنۍ د خلکو وینې په ګډه زبېښلې.
دا زر کلنه تیاره د فرهنګي اوښتون په رڼا ماته کړای شوه. د کلیسا د واکمنۍ په وړاندې خلکو جګړې کولای نه شوې، ځکه هر مخالف تکفیرېده. هنرمندانو، لیکوالو، شاعرانو، روښانفکرانو، فیلوسوفانو، ساینسپوهانو او په پای کې د حقوقو او سیاسي پوهنو پوهانو رڼا راوسته او د دې رڼا نوم شو (رینېسانس) یا بېا زېږېدنه. د رینېسانس رڼا زرکلنه شپه داسې سباوون ته ورسوله، چې تر نن پورې یې وړانګو نړۍ روښانه ساتلې ده.
مقدس جهل د مقدس استبداد بنسټ دی. استبدادي واکمن له لښکرو نه ویریږي، بلکې له داسې رڼا څخه ډاریږي، چې د خلکو د ویښتیا لامل شي. د ویښتیا لومړنۍاراده له پوښتلو راپیلیږي. پوښتل پوهېدل دي.
ـ زما د کورنۍ ښځينه ولې د زدکړو او کار حق نه لري؟
دا وړه پوښتنه نه ده. همدې پوښتنې واکمن استبداد ډېر په تکلیف کړی و، ځواب یې ورسره نه و. یوځل یې ویل: دین اجازه نه ورکوي. چې استدلال ورسره وشو، پاتې راغلل. بیا یې وویل: «کلتور» اجازه نه ورکوي، فرهنګپوهانو استدلال وکړ او دوی یې وننګول، چې نه یوازې د فرهنګ د تفسیر صلاحیت نه لري، بلکې فرهنګ لا پېژني هم نه. نو بېځوابه شول. دې بېځوابۍ بالاخره دې ته راوستل، چې ووايي:
ـ نورې پوښتنې مه کوئ!
د حقیقت پلټنه له پوښتنو پیل کیږي. له حقیقت څخه ویرېدونکي له پوښتنو ویریږي.
استبداد د خلکو منطقي پوښتنو ته ځواب ویلای نهشي، ځکه نو خلک له پوښتنو منع کوي. وایی: پوښتل کفر دی!
پوښتنه دومره بنسټي انساني حق دی، چې ان په دوزخ کې یې هم لا اجازه شته. په دیني متونو کې ګڼ ځله د دوزخیانو له پوښتنو سره مخامخیږو، دوی له ملایکو یا له بل چا پوښتي، چې دا او هغه د کومې ګناه جزا ده؟
ملایکې ځواب ورکوي: هغوی چې له خپلو ژبو څخه رازوړند دي، د دوی ګناه دا ده، چې خلکو ته یې درواغ ویلي دي.
د افغانستان خلکو د معارف تر نهضت راروسته نږدې نیمه پېړۍ خپلې لوڼې ښوونځيو ته واستولې، تر دې چې د مقدس جهل پلویانو د امریکا او پاکیستان په حکم ښوونځي وسیزل او د مکتبیو نجونو مخونو ته یې تیزاب وروشیندل. بیا په تېرو شلو کلونو کې درې نسله نجونې ښوونځيو او پوهنځیو ته ولاړې، لکونه ښوونکې، ډاکترانې، انجینیرانې، پیلوټانې او مدیرانې شوې، ټولنه له فرهنګي پلوه پوه شوه، چې پوهې میندې رڼا راولي او ولس روښانه کوي. مقدس کړای شوی استبداد چې د خپلو نړیوالو مربیانو له خوا بیاځلې واک ته ورسېدل، څه ګوري، چې بیخي له یوه بېل افغانستان سره مخامخ دي، له یو روښانه او راویښېدونکي افغانستان سره. سملهواره پوه شول، چې دا ځل سخته ده او باید دروغ ووايي. په اول کې یې له نړیوال ستیژه ژمنه وکړه، چې ګواکې « دوی به اجازه ورکړي، نجونې او ښځې له لومړي ټولګي نیولې بیا تر ماسترۍ و دکتورا او آن تر هغې پورته (!!!) زدکړې وکړي!»خو همدا چې واک يې ورخپل کړ، نو اول یې ښوونځي وتړل او بیا یې په دې اړه د خلکو د پوښتنو خولې هم وروتړلې. دوی وویرېدل، چې څوک به یې وپوښتي، چې:
«درواغجن خو به له خپلو ژبو څخه د دوزخ له دیوالونو رازوړند وي، ولې مو هغه وخت داسې ویل او اوس داسې کوئ؟»
دمقدس کړای شوي استبداد یوازینۍ وسله تکفیر دی. دا چې افغان ولس یې د چوپتیا په سلاخۍ کې لاس تړلی درولی لامل یې دا دی، چې هره شېبه د تکفیر چاړه او ساتور ورښيي. د افغانستان د خلکو سترګې له تورو او ټوپکو نه ویریږي، بلکې د دوی سترګو ته یې د تکفیر مرچ ورشیندلي دي.
فرهنګي -فکري اوښتون یوازینۍ حللاره ده
د تکفیري استبداد په وړاندې یوازینۍ لاره فرهنګي مبارزه ده. ولس باید د تکفیر په وړاندې وقایه شي. له تکفیر څخه باید د ولس ویره ووژل شي. ولس باید پوه شي، چې د خپلو لوڼو د تعلیم په اړه پوښتنه کول کفر نه دی، بلکې روښانتیا خپرول او رڼا راوستل دي.
فرهنګي – فکري اوښتون تر سیاسي و پوځي اوښتون ځکه بنسټي او مهم دی، چې په پایله کې یې راغلې رڼا، ویښتیا او بدلون تلپاتې دی. هغه ولسونه چې د فرهنګي – فکري اوښتون په پایله کې راپاڅېدلي دي، بیا ویده شوي نه دي او ورځ تر بلې یې د مختګ، هوساینې، ثبات او خپلواکي و حق غوښتنې هڅې ګړنۍ کړې دی.
هغه ولس چې یو مهال یې د الوتکې د الوتلو روایت کفر ګاڼه اوس یې اولادونه په الوتکو کې سفرونه کوي، همدغسې به د ویښتیا تر پړاو روسته هیڅوک دا منلای نه شي، چې د نجونو ښوونځيو او پوهنځیو ته تلل دې کفر وي، بلکې په دې اړه پوښتل دې هم کفر وګڼل شي.
د یویشتمې پېړۍ له فرعونانو د ژغورنې هڅه د فرهنګي ویښتیا موسی غواړي، چې د تکفیر ماران په خپل روښانه لاس (ید بیضا) باندې د پوهې د لکړې خوراک کړي.
استبداد سخت وارخطا دی. دا د استبداد د ویرې او زوال روستی برید دی، چې د خلکو له پوښتلو هم ډاریږي.
زه د فرهنګي اوښتون په افق کې له ورایه وینم، چې دخپلواکۍ لمر راختونکی دی.
هنرمندان، شاعران، لیکوال، قلموال، روښانفکران، ساینسپوهان، استادان او هره هغه څوک چې د عامه پوهاوي او خبراوي وسایل په لاس کې لري باید پوښتنې وکړي، مباحثې وکړي، خبرې وکړي او د تقدس په تیار کوټ کې ننوتلی استبداد په خپلو پوښتنو وننګوي.
پوښتنې ولیکئ، ویې وايئ، شعر یې کړئ، سندره یې کړئ، نقاشي یې کړئ، عکس و پورترېت یې کړئ، که کړای شئ فیلم او تیاتر یې کړئ، پوښتنه ونڅوئ او هرڅه تر پوښتنې لاندې راولئ، د استبداد زوروره وسله (تکفیر) هم وننګوئ او وپوښتئ، چې : ایا د دې وطن د نجونو د تعلیم په اړه پوښتنه ریښتیا کفر دی؟ ایا ایمان او عقیده دومره کمزورې ده، چې ښوونځي ته د یوې نجلۍ په تللو اور اخلي؟
فرهنګي و فکري اوښتون زموږ د ملت د ناسور زخم یوازینی درمل دی. د افغانستان د خلکو د ژغورنې لار ویښتیا او روښانتیا ده، د تکفیر د مصنوعي مغارې له ډار او ویرې څخه راوتل دي او د حقیقت لمر ته د نړۍ ننداره ده.
او پایله یې دا چې د حقیقت لمر ته دا لیدل، چې:
موږ د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په هيڅ ډول هڅه کې نه کافران کیږو، استبداد درواغ وايي!
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.