طالبانو په افغانستان کې د سوک وهنې ازادې سیالۍ بندې کړې

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د نوي قانون له مخې په افغانستان کې د سوک وهنې پر ازادو سیالیو یا یا فري فايټ بنديز ولګول شو.

د طالبانو په دغه مکتوب کې دغه سيالۍ د دوی د خوښې «اسلامي شریعت» سره په ټکر کې بلل شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بدني روزنې او ورزش ادارې مشر احمدالله وثیق د سې شنبې په ورځ طلوع نيوز خصوصي تلویزیون ته منلې، چې د دغې ډلې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د رسمي مکتوب له مخي پر فري فايټ سياليو بنديز لګول شوی.

ښاغلي وثيق په خپلو خبرو کې ويلي: « فري فايټ سيالۍ له تاوتريخوالي ډکې دي او د لوبغاړو د مرګ ګواښ په کې ډېر دی.»

د طالبانو د امربالمعروف وزارت یو مکتوب، چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو تر لاسه کړی، پکې یې له ملا هبت الله غوښتي چې ځینې بندیزونو منظور کړي.

په دې مکتوب کې راغلي، چې پټۍ پرېکول، د ځانګړو ورځو لمانځل، په ادارو کې پر سرو قالینو ګرځېدل او ازادې سیالۍ د اسلام په دین کې نه شته.

دغه مکتوب شاوخوا درې میاشتې وړاندې د خالد حنفي په لاسلیک د دې ډلې مشر ملا هبت الله ته لېږل شوی او هغه هم منلی او توشیح کړی دی.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په دې مکتوب کې د بوکس ازادو سیالیو د بنديز اړوند لیکل شوي: « پر دې لوبه باندې ځکه بندیز دی، چې د سترګو د ‌ړندېدو او دماغو د زخمي کېدو تر څنګ د مرګ خطر دی؛ نو په اسلامي شریعت کې دغه شان لوبه ناجایزه نه ده.»

د ازادو سیالیو یا فري فایټ یو شمېر افغان لوبغاړو د طالبانو دغه اقدام غندلی او غوښتنه یې کړې، چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي ځکه دوی به دې برخه کې ډېرې لاسته راوړني ولري.

طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې د ورزش نورو لوبغاړو ته هم په شفاهي ډول د «شريعت د عملي کولو» لارښوونې کړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې المنکر محتسبانو په ولایتونو کې د فوټبال له لوبغاړو هم غوښتي، چې ږيري پرېږدی او هم د لوبو پرمهال داسي لباس واغوندي، چې ټول بدن یې پټ وي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو د ښځو هر ډول ورزشي فعالیتونه هم بند شوي دي.

که څه هم افغان لوبغاړې له افغانستان بهر د فوټبال، کرېکټ، باسيکل ځغلونې او یو شمېر نورو برخو کې لوبډلې لري او فعالیتونه کوي؛ خو دغې ډلې څه موده مخکي په فرانسه کې د المپيک په سياليو کې د دريو افغان ښځينه لوبغاړو ګډون ته په اشارې ويلي و، چې دغه لوبغاړې د دوی استازولي نه کوي.

نور خبرونه

رادیو