په اسیا تکواندو کې افغان لوبغاړی له «افغانو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ» شعار سره

AP ۱۴۰۳ وږی ۶

د افغانستان د ای ټي ايف تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړی سید انور حسيني د اسیا تکواندو په لسمه سيالۍ کې د « افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ» له شعار سره ګډون وکړ.

دغه سیالۍ د ۲۰۲۴ کال د اګسټ له ۱۹مې څخه تر ۲۵مې نېټې د هند په بنګلور ښار کې د ۳۲ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.

دغه افغان لوبغاړي د قزاقستان او هندي سیالانو پر وړاندې بریا خپله کړه او د کوریا له لوبغاړي سره یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

سید انور حسیني تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال د سویلي اسیا په سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی و.

نور خبرونه

رادیو