ملګري ملتونه: د جاپان په مالي مرسته په کندهار کې ۲۰ تنو د قابله‌ګۍ زده‌کړې بشپړې کړې

AP ۱۴۰۳ وږی ۵

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د دوشنبې په ورځ د (وږي پنځمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کندهار کې د قابله‌ګۍ په روزنیز پروګرام کې ۲۰ ښځو ته زده‌کړې ورکړل شوې.

دغه سازمان وايي، دغو ښځو د جاپان په مالي مرسته د قابله‌ګۍ روزنه ترسره کړې ده.

خو یاد سازمان نه دي ویلي، چې دغه ښځې به د افغانستان په کومو سیمو او څه ډول شرایطو کې دندې ترسره کوي.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان زیاتوي، چې په ټولییز ډول به په کندهار، زابل، روزګان او نیمروز ولایتونو کې له دې پروګرام څخه چې د جاپان په مالي مرسته ترسره کیږي ۲۴۰ ښځې ګټه پورته کړي.

له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د طالبانو له بندیز وروسته اوس په یو شمېر ولایتونو کې نړۍوالو مرستندویه سازمانونو په کورونو کې د نجونو د زده‌کړو ټولګي پرانیستي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

نور خبرونه

رادیو