پخوانيو ولسمشرانو او سياستوالو د فوټبال د ۱۷ کلنو لوبډلې د اسیا جام په ګټلو خوښي وښوده

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني د اسيا کافا جام په سياليو کې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې اتلولي ستايلې ده.

نورو افغان سیاستوالو هم افغان لوبډلې ته د جام ګټلو مبارکي ويلې ده او د نورو برياوو هيله يې ښودلې.

محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ په خپل اېکس کې ليکلي: « ددغو سیالیو اتلولۍ ته دا زموږ لومړۍ رسېدنه ده، چې د ازبکستان د سیالې ډلې په ماتولو شونې شوه. د لوبو ډګر په هره برخه کې خپلو لوبغاړو ته ددغه ډول ډېرو بریو هیله لرم.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپل اېکس کې افغانانو او لوبغاړو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ افغان لوبغاړو ته د نورو برياوو هيله ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستن د ملي پخلاینې شورا مخکیني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د روزونکو او لوبغاړو د هڅو ستاينه کړې، چې هېواد ته یې ویاړونه ور په برخه کړي.

له دې سره، د افغانستان د جمهوري دولت د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر پر خپله اېکس پانه د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د بريا اړوند د افغانستان انټرنشنل خبر شريک کړی او ورسره یې ليکلي دي: «ملي لوبډلې او ګرانو هېوادوالو ته دې مبارک وي! دا د ویاړ او خوښۍ ځای دی»

د اسلامي جمعيت ګوند یو مشر عطا محمد نور هم د فوټبال دغې بريا ته ليکلي، چې د طالبانو د بيرغ لاندي پر هېواد تياره حالت او د ځوانانو د مايوسۍ ترڅنګ بیا هم لوبغاړي هيلي ژوندۍ ساتلي دي.

د اسيا کافا جام په سياليو کې د افغانستان فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې اتلولي په ټولنيزو رسنيو کې ګڼو نورو سياستوالو، افغانانو، فعالانو او د ورزش مينه والو ستايلی او افغان لوبغاړو ته یې د نورو برياوو هيله ښودلې ده.

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د ازبکستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې ته په پایلوبه کې په ماتې ورکولو سره د یاد جام اتلولي وګټله.

په یادو سیالیو کې افغانستان لومړی، ازبکستان دویم، تاجکستان درېیم، ایران څلورم، ترکمنستان پنځم او قرغزستان شپږم ځایونه خپل کړل.

نور خبرونه

رادیو