کرېکټ ملي لوبغاړو د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې ته د کافا جام ګټلو مبارکي ويلې

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د اسيام کافا جام په سيالیو کې د افغانستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې په اتلولۍ خوښي ښودلې او ټولو ته یې د دې بريا مبارکي ويلې.

د کرېکټ لوبغاړو د افغان فوټبال تنکيو ځوانانو دغه بريا هيله بښونکې بللې ده.

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د ازبکستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې ته په پایلوبه کې په ۱ـ۰ ماتې ورکولو سره د یاد جام اتلولي وګټله.

د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوره لوبو لوبډلمشر راشد خان نن یکشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د بريا د تصوير سره ليکلي: « د منځنۍ اسیا د فوټبال د ۱۷ کلنو لوبډلو د اتلولۍ ګټل دې ټول افغانستان ته مبارک وي.»

د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي هم دغه اتلولې هيله بښونکې بللې ده.

د ملي لوبډلې غوره توپوهونکي رحمان الله ګربز بیا پر خپل انسټګرام پاڼه د افغان تنکيو فوټبال لوبغاړو دغه اتلولي ستايلې او هغوی ته یې د ښه بخت هيله څرګنده کړې ده.

‏د افغانستان او ازبکستان تر منځ د کافا جام سیالیو په پایلوبه کې افغان لوبغاړي اعظم الدین حاجي زاده په ګول وهلو سره ازبکستان ته ماتې ورکړه او د سياليو جام یې په خپل نوم کړ.

ګڼو افغانانو، سياسيونو، لوبغاړو او د ورزش مينه والو دغه بری ستايلي او ټولو ته یې مبارکۍ ويلي دي.

په یادو سیالیو کې افغانستان لومړی، ازبکستان دویم، تاجکستان درېیم، ایران څلورم، ترکمنستان پنځم او قرغزستان شپږم مقامونه خپل کړل.

نور خبرونه

رادیو