د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د کافا جام اتلولي وګټله

AP ۱۴۰۳ وږی ۴

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د ازبکستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې ته په پایلوبه کې په ۱ـ۰ ماتې ورکولو سره د یاد جام اتلولي وګټله.

د افغانستان او ازبکستان تر منځ د کافا جام سیالیو په پایلوبه کې افغان لوبغاړي اعظم الدین حاجي زاده په ګول وهلو سره ازبکستان ته ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو د لوبې د لومړۍ نیمایي په ۲۸مه دقیقه کې د ازبکستان په وړاندې ګول وواهه او د لوبې تر ورستیو شېبو په کلکه د ازبکستان په وړاندې وجنګېده.

د ازبکستان لوبډلې لوبغاړو ډېره هڅه وکړه چې لوبه مساوي کړي، خو افغان لوبغاړو د یوې په زړه پورې او تاکتیکي لوبې په کولو سره د ازبکستان د لوبغاړو مخه نیولې وه او دغه ستره اتلوليیې په خپل نوم کړه.

په پایلوبه کې یوازې یو ګول د شلم نمبر جاکټ لرونکي افغان لوبغاړي اعظم الدین حاجي زاده وواهه.

د دغه جام د غوره لوبغاړي او غوره ګول ساتونکي جایزه افغان لوبغاړو حامد امیري او اعظم الدین حاجي زاده ته ورکړل شوه.

په یادو سیالیو کې افغانستان لومړی، ازبکستان دویم، تاجکستان درېیم، ایران څلورم، ترکمنستان پنځم او قرغزستان شپږم مقامونه خپل کړل.

نور خبرونه

رادیو