امو نهنګانو پايلوبه کې بند امیر ته په ماتې ورکولو د شپږېزې لیګ اتلولي خپله کړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو اتلولD د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ امونهنګان لوبډلې خپله کړه.

امو نهنګان لوبډلې په پايلوبه کې بندامير ښامارانو ته د ۷ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په پايلوبه کې د بندامير ښامارانو لوبډلشمر حشمت الله شهيدي د لوبې پچه وګټله او لومړۍ يې د امو په وړاندي د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بندامير ښامارانو په ۲۰ اورنو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۷۹ مندې هدف وټاکه.

د بندامير لوبډلمشر حشمت الله شهيدي په ۵۳ توپونو ۷۸ او پيليز لوبغاړي صديق اتل په ۵۷ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړي.

امونهنګانو لوبډلې د خپلو دريو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸.۵ اور کې دغه هدف پوره کړ.

د امو نهنګان په لوبډله کې زبيد اکبري په ۱۴ توپونو تېزي ۴۰ منډې جوړې کړې.

د شاهد کمال او محمد اسحاق ګډې او ناسوځيدلې ملګرتیا لوبډله تر بريا ورسوله.

کمال په ۳۸ توپونو ۵۹ او اسحاق بيا په ۴۳ توپونو ۴۷ منډې جوړې کړې.

د ډېرو منډو او ویکټو لوبغاړي

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیاليو کې د بندامير لوبډلې توپوهونکي صديق اتل تر ټولو ډېري ۴۲۲ د امو لوبډلې لوبغاړي زبيد اکبري ۳۳۶ او د بندامير لوبغاړي حشمت الله شهيدي ۳۱۸ منډي جوړې کړې دي.

په دې سيالیو کې الله محمد غضنفر ۱۸، امير حمزه ۱۴ او فضل الحق فاروقي ۱۲ تر ټولو ډېر لوبغاړي سوځولي دي.

د شپږیزې نهم پړاو کرېکټ سیالۍ د اګسټ مياشتي په ۱۲ مه په کابل کې د پنځو لوبډلو ترمنځ پيل شوې او نن د امو نهنګانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

نور خبرونه

رادیو