د شپږېزې لیګ پایلوبه؛ د بند امیر ښامارانو پچه وګټله، لومړی توپ وهنه کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو د پایلوبې پچه د بند امیر ښامارانو لوبډلې وګټله او د امو نهنګانو پر وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د بند امیر ښامارانو لوبډله کې د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ علي احمد، صدیق اتل، کریم جنت، ننګیال خروټی، اصف موسی زی، شمس الرحمان، الله محمد غضنفر، حمزه هوتک، نوین الحق او خلیل احمد شامل دي.
د امو نهنکانو په لوبډله کې بیا د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ محمد اسحاق، عبدالمالک، زبېد اکبري، شاهدالله کمال، محمد هارون، شرف الدین اشرف، اعجاز احمد ازاد، محمد ریاض، قیس احمد او فضل الحق فاروقي برخه لري.
د شپږېزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالۍ د روانې اګسټ میاشتې په ۱۲مه نېټه د پنځو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.
تر دې دمه الله محمد د ۱۷ وېکټو په اخیستو د دغو سیالیو د غوره توپ اچوونکو د نوملړ په سر کې ځای لري او د ډېرو منډو اخیستونکو په نوملړ کې صدیق اتل د ۳۴۸ منډو سره د نوملړ په سر کې ځای لري.
په دغو لوبو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم ګډون کړی دی.

نور خبرونه

رادیو