کافا جام سیالۍ؛ افغانستان د دغو سیالیو په پایلوبه کې نن شپه د ازبکستان پر وړاندې لوبېږي
د افغانستان د فوټبال ۱۷کلنو ملي لوبډله نن شپه د کافا جام سیالیو په پایلوبه کې د ازبکستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه نن شپه د کابل په وخت د ماښام په ۷:۳۰ بجو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې پیلېږي.
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې دوه ورځې وړاندې تاجکستان ته ماتې ورکړه او د دغو لوبو پایلوبې ته یې لار ومونده.
په هغې لوبه کې افغانستان وتوانېد، چې ۱-۰ تاجکستان ته ماتې ورکړي.
افغانستان په روانو سیالیو کې تر دې وړاندې قرغزستان ته هم د ۲-۰ په توپیر ماتې ورکړې وه.