پاکستانۍ لوبغاړې ایمان خان د رزمي هنرونو اسیايي جام کې د سرو زرو مډال وګاټه

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د پاکستان د ازادوسیاليو لوبغاړې ایمان خان د رزمي هنرونو اسيايي جام کې پرون د سرو زرو مډال وګاټه.

ایمان خان د پنجاب مرکز لاهور کې د دې سیالیو په پايلوبه کې قزاقستانۍ سيالې ته په ماتې ورکولو دغه قهرماني په خپل نوم کړه.

د پاکستان راډيو د شنبې په ورځ په خپل خبر کې ويلي، چې اتلې لوبغاړې د ښځو په برخه کې په ۵۶ اعشاريه ۷ کيلوګرامه لوړ وزن کې دغه اتلولي خپله کړې ده.

ایمان خان د سيالۍ تر ګټلو وروسته ويلي، چې د دې بريا لپاره یې درې کلونه هڅې کړې.

دا وایي، غواړي په ورته نورو سياليو کې پاکستان ته زياتي برياوي راوړي.

تر ایمان خان مخکې يوې بلې پاکستانۍ لوبغاړې بنو بټ هم په ورته کټګورۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی.

د رزمي هنرونو د ښځو اسيایي جام په سياليو کې تاجکستان او قزاقستان د اوو سرو زرو ۷ـ۷ مډالونو په لرلو سره تر ټولو مخکې دي.

بحرین لوبډلې د سرو زرو درې، پاکستان او قرغزستان بیا د سرو زرو دوه – دوه مډالونه وګټل.

پاکستان په دغو سيالیو کې څلور د سپینو زرو مډالونه هم ګټلي دي.

نور خبرونه

رادیو