سرچینې: د طالبانو پخوانی قومندان اوس د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د داعش مشري کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو پخوانی قومندان موسی اوس مهال په دره نور ولسوالۍ کې داعش خراسان ډلې مشري کوي.

د باخبره سرچینو په وینا، دره نور ولسوالۍ کې د داعش وسلوال قومندان موسی نومیږي او ددې ولسوالۍ شیمل کلي اصلي اوسېدونکی دی.

د داعش خراسان څانګې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د پنجشنبې ورځې د بمي چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست، چې د طالبانو پر رینجر موټر شوې وه.

طالبانو ویلي و، په دغه پېښه کې د یوې دیني مدرسې شپږ تنه زده‌کوونکي وژل شوي، یو بل زده‌کوونکی او د دغې ډلې څلور تنه نور غړي ټپیان شوي دي.

د ځايي سرچینو په وینا، دغه چاودنه هم د موسی په مشرئ د داعش ډلې له خوا شوې وه.

د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې ځايي باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د جمهوریت پرمهال موسی د طالبانو سره یوځای شوی و او په یاده ولسوالۍ کې د څو بریدونو ترسره کولو وروسته بېرته حکومت ته تسلیم شوی و.

سرچینې زیاتوي چې په دره نور ولسوالۍ کې د داعش خراسان ډلې قومندان موسی د تېر جمهوري نظام له پرځېدو او د طالبانو واک ته رسېدو څخه مخکې له داعش ډلې سره یوځای شوی.

د داعش خراسان قومندان موسی د دغې ډلې په استخباراتو کې هم کاري مخینه لري.

په دره نور ولسوالۍ کې د داعش خراسان قومندان موسی یو ورور چې امیر محمد دره نوری نومیږي، په تېر جمهوري نظام کې د ننګرهار ولایتي شورا وکیل او ځايي قومي مشر و.

که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۴۰۱ کال د مرغومي ۱۵ اعلان کړی و، چې په دره نور ولسوالۍ کې د داعش مهم غړی موسی په کډون د دې ډلې درې غړي د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي؛ خو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ځايي سرچینې وايي، چې موسی ژوندی دی او د طالبانو له خوا شوې ادعا ریښتیا نه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۱۵ ویلي و، چې په افغانستان کې د داعش وسلوالو شمېر ۲۰۰ تنو ته رسیږي.

خو په دره نور ولسوالۍ کې ځايي سرچینو وویل، چې د داعش ډلو هغه وسلوال چې په دغه ولسوالۍ کې شتون لري له ۲۰۰ څخه زیات دي.

د ننګرهار دره نور ولسوالۍ د غرونو ترمنځ پرته ده، او ډیری کلي په غرونو کې د درو په شاوخوا کې جوړ شوي‌ دي.

دغه ولسوالۍ د داعش لپاره یو ستراتژیک موقعیت بلل کیدای شي،‌ ځکه چې له کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو سره ګډه پوله لري، چیرې چې لا له وړاندې داعش فعالیت کړی او اوس یې هم د حضور په اړه کله نا کله رپوټونه خپریږي.

په همدې حال کې په کونړ کې سرچینې وايي، چې داعش-خراسان د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې حضور لري.

د ځايي سرچینو په وینا، د کونړ ماڼوګی ولسوالۍ په چپه او کوړنګل درو، د څوکۍ ولسوالۍ دېوګل دره او غازي اباد ولسوالۍ کې د داعش-خراسان وسلوال حضور لري.

څو میاشتې وړاندې داعش وسله والو په دیوه ګل دره کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له دوو کسانو سرونه پرې کړي وو.

د نړیوالو بنسټونو راپورونو کې هم راغلي، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې په افغانستان القاعده، داعش - خراسان او نورې ترهګرې ډلې فعالې دي‌ او د لا ډیرو جنګیالیو د جزبولو هڅې کوي.

نور خبرونه

رادیو