د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو د امر بالمعروف قانون د ښځو د خاموشه کولو هڅه ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د امر بالمعروف نوی قانون غندي او وایي؛ دغه قانون د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د خاموشه کولو لپاره یوه بله هڅه ده.
کاناډا له طالبانو غوښتي، څو پر ښځو او نجونو ټول محدودیتونه لرې کړي او د بشري حقونو نقضول پای ته ورسوي.

د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر اړوند نوی قانون توشیح کړی.
دغه قانون چې د افغانستان په خلکو په ځانګړې توګه پر مېرمنو سخت محدودیتونه لګوي، له پراخو ملي او نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د بشري حقونو بنسټونو او ادارو دا قانون ناانساني او د ښځو ضد قانون بللی دی او له طالبانو یې غوښتي، چې د بشري حقونو او انساني کرامت نقضول پایته ورسوي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي، چې طالبانو په دې قانون سره د خپلې لومړۍ دورې افراطي سیاستونه لبیا له سره پیلوي.
د المان د بهرنیو چارو وزیرې بیا د طالبانو د امر بالمعروف قانون له ښځو څخه سل پاڼې نفرت بللی دی.
د یادولو ده، چې په هېواد دننه هم ښځو او مدني فعالانو په پراخه توګه ددې قانون پروړاندې غبرګون ښودلی او غندلی یې دی.

نور خبرونه

رادیو