شهرزاد اکبر: خلک له لوږې او درملو له نشتوالي مري، طالبان د ږيرې او حجاب پسې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانی مشره وايي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې المنکر نوی قانون د دې ډلې د «ناروغ ذهنیت» ښکارندويي کوي.

شهرزاد اکبر وايي، چې خلک له لوږې، د برېښنا او درملو له نشتوالي مري، خو طالبان د حجاب او ږيرې پسې دي.

اغلې اکبر چې دا مهال د رواداري د بشري حقونو د سازمان مشره ده، د جمعې په ورځ - د وږي په دویمه - یې پر اېکس ټولنیزه شبکه خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د طالبانو د مشر له خوا نوی نافذ شوی قانون باندې ښځې اعتراض کوي او د هغوي انساني کرامت ته یې سپکاوی بولي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ - د زمري په ۳۱ مه - اعلان وکړ، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده «د امر بالمعروف او نهې المنکر قانون» تصویب کړی.

د طالبان عدلیې وزارت زیاته کړه، چې دغه قانون په څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې تصویب شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی چې اوس د تطبیق وړ دی.

د طالبانو نوی قانون د ښځو مخ، بدن او غږ د "عورت" په توګه بللي او د "غیر محرم" په مخ کې یې ښکاره کول جرم بللی دی. دا قانون په ګرځنده ټلیفونونو، کمپیوټرونو او نورو وسایلو کې د ژوندیو مخلوقاتو عکسونه او ویډیوګانې هم منع کړي دي.

د طالبانو دغه قانون په ټولنیزو شبکو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. د دغو شبکو ډیری ښځینه کاروونکو په دې قانون نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو د دې قانون په تصویب سره په افغانستان کې د "ښځو ضد او جنسیتي توپیر" سیاست عملي کوي.

نور خبرونه

رادیو