د المان د بهرنیو چارو وزیره: د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون له ښځو څخه سل پاڼې نفرت دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

د المان د بهرنیو چارو وزیره وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې المنکر نوی قانون «له ښځو څخه لکه سل پاڼې نفرت» دی.
انالنا بربوک وویل، چې طالبان په دې قانون سره د افغانستان نیمایي نفوس چوپتیا ته مجبوره کوي.

نوموړې وایي؛ دې قانون یو ځل بیا وښوده چې له افراطي اسلام ګرایانو سره د اړیکو جوړول ناشونې ده.
مېرمن بربوک د جمعې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون غیر انساني دی.
هغې دغه راز ولیکل: «دغه قانون چې په افغانستان کې د ښځو حیثیت، حقوق او غږ محدودوي، غیر انساني کړنه ده.»
د طالبانو د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ددې ډلې مشر د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون توشېح کړی دی.
په دې ۳۵ ماده ییز قانون کې چې پنځه فصلونه لري ویل شوي، چې «د فتنې له وېرې د ښځې ټول بدن او مخ پټول» اړین دي.
د دغه قانون له مخې؛ د موسیقي خپرول، له محرم او حجاب پرته د ښځو تګ او په موټرو کې د نارینه او د ښځو يوځای کول منع دي.
په دې قانون کې د ښځو مخ، بدن او غږ عورت بلل شوی او د نامحرم پروړاندې یې ظاهر کېدل جرم اعلان کړی دی.
طالبانو له دې قانون مخکې هم د ښځو پروړاندې سخت محدودیتونه لګولي و.
د طالبانو په دستور له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي دي او پوهنتونونو ته هم د نجونو د تګ مخه نیول شوې ده.
اوس بیا د طالبانو د امربالمعروف وزارت دغه نوي قانون ډېر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د بشري حقونو فعالان دا قانون بشري ضد ګڼي او د ښځو د حقونو فعالان په دې باور دي، چې طالبان په سیستماتیک ډول ښځې له ټولنې څخه لرې کوي.

نور خبرونه

رادیو