شنبه‌های ارغواني غورځنګ: د افغانستان اوسنی وضعیت له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۲

شنبه‌های ارغواني غورځنګ وایي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت تر هغې کچې خراب شوی چې په معاصر تاریخ کې تر ټولو بد وضعیت بلل کېږي.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هغه حقونه او ازادۍ چې ښځو په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه کړې وې په سیسټماتیکه توګه له منځه وړل شوې دي.
دغه غورځنګ په دې برخه کې له نړۍوالې ټولنې څخه د بېړني او مانا لرونکي ګام غوښتنه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو ناسمو سیاستونو داسې فضا رامنځته کړې چې د افغانستان نیمايي نفوس یې له سخت ظلم سره مخامخ کړی دی، د ښځو او نجونو عزت، خپلواکي او بنسټیز بشري حقونه یې لوټلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ښځې د ژوند په هر اړخ کې له بې ساري محدودیتونو سره مخامخې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له ښځو او نجونو د ښوونې او کار حق په اخیستو سره دغې ډلې د مېرمنو د پرمختګ مخه نیولې ده.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د طالبانو سختو قوانینو ښځې اړې کړې چې په کور کې لکه بندیانې پاتې شي او پرته له نارینه له کوره ونه وځي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د بشري حقونو له نړۍوالو نورمونو څخه ښکاره سرغړونه ده او نړۍواله ټولنه نه شي کولای چې په دې برخه کې چوپه خوله پاتې شی
د دغه غورځنګ په وینا، ډیپلوماټیک فشارونه باید د دې لپاره وکارول شي چې طالبان خپله ناوړه پالیسي بېرته واخلي او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.
دغه غورځنګ د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې غوښتي، چې د افغان مېرمنو وضعیت باید د نړۍوالو خبرو اترو په سر کې وساتل شي.

نور خبرونه

رادیو